تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان ماشومانو ګواښنده وضعیت ښه کولو لپاره تړون وشو
افغان دولت او یونیسف د ماشومانو د ملاتړ لپاره دوه کلن کاري پلان لاسلیک کړ. د پلان له مخې د افغان دولت بېلابېل وزارتونه او ادارې اړې دي چې د ماشومانو اوسنی ګواښنده وضعیت ډاډمن کړي.
چارواکي وایي، شمېرې یې ښيي چې افغانستان کې شپږ میلیونه ماشومان له خطر سره مخ دي چې د نیمایي هغو حالت یې بېړنی دی.
لاسلیک شوی کاري پلان په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې پلی کیږي چې بنسټیزه موخه یې د افغان ماشومانو د اوسني ګواښوونکي حالت ښه کول دي.
پلان کې د افغانستان کورنیو او کار او ټولنیزو چارو وزارتونه او بیا عدلي او قضایي ادارې مکلفې شوي چې د ماشومانو د حقونو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر سید انور سادات وایي، د افغان ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او لاسلیک شوی پلان به یې د ژوند په ژغورلو کې مرسته وکړي:
"زموږ شمېرې ښيي چې شپږ میلیونه ماشومان له جدي ګواښ سره مخامخ دي، دوی کې د درې میلیونو وضعیت په بیړني حالت کې دی، د ماشومانو د حقونو له ملاتړ او په دې برخه کې د شته قانون له پلي کولو څخه مو موخه داده چې څنګه وکولای شو ماشومان له دې وضعیته وژغورو، له دې مخکې د سیمینارونو او روزنو له لارې د ماشوم ملاتړ ته کار کېده، اوس عملي پلان ته اړتیا لرو چې د هغوی لاسنیوی وکړو."
له دې وړاندې بیا یونسف ویلي و چې افغانستان کې د نژدې څلور میلیونه ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.
جګړه، طبیعي پيښې، کورنۍ بې ځایه کېدنه، کورنی تاوتریخوالی او بې وزلي د افغان ټولنې هغه ستونزې دي چې د ماشومانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر وایي، لاسلیک شوي کاري پلان کې باید معلولو او د سړک سر ماشومانو د حقونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکول شي:
"د معلولو ماشومانو ملاتړ ته کوم بنسټ نشته او دې برخه کې لازم کار هم نه دی شوی، په ځانګړې توګه هغو ماشومانو ته چې ذهني معلولیت لري، په خواشینۍ سره چې معلولې نجونې ډېرې متضررې دي، ډېرې بودجې ته هم اړتیا نه شته، یوازې د دولت او یونسف هوډ غواړي، پوهنې وزارت او یونیسف باید د شپې ښونځي رامنځ ته کړي څو د سړک غاړې ماشومان هم چې د ورځې له خوا کار کوي، له زده کړو بې برخې نه شي."
د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش له یونیسف سره لاسلیک شوی کاري پلان د ماشومانو د حقونو خوندیتوب لپاره ګټور بولي او له افغان ادارو غواړي چې پلی یې کړي:
"دغه پلان شاوخوا دوه دېرش میلیونه ډالر بودجه لري، مرسته کوونکو د زیاتې اندازې بودجې ژمنه کړې ده، د نورو پیسو غم یې هم خوړل کیږي، دا ښه پلان دی او کافي بودجه هم لري، هیله ده اړوندې ادارې او لاسلیک کوونکي وزیران له دې پلانه ډېره ګټه واخلي."
ښاغلي دانش له ولسي جرګې هم وغوښتل چې د ماشومانو د ملاتړ قانون چې له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې په جرګه کې دی، ژر تر ژره تصویب کړي.
دا قانون څو اونۍ وړاندې ولسي جرګې رایې ورکونې ته وړاندې کړ چې د رایو په اکثریت تصویب شو، خو وروسته بیا ځینو وکیلانو اعتراض وکړ چې قانون ته د رایې ورکونې پر مهال د جرګې نصاب نه و پوره.
ارشیف ته له مراجعې وروسته ولیدل شول چې نصاب پوره نه و او د قانون تصویب هم بې اعتباره اعلان شو.
دا قانون له یوه کال راهیسې د تقنیني فرمان په بڼه نافذ دی.
په افغانستان کې د یونیسف سرپرستې شیما سین ګوپتا ویلي، د ماشومانو د ملاتړ قانون په اړه د ولسي جرګې جنجالونو اندیښمنه کړې ده.
میرمن ګوپتا د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره د لیدو پر مهال ټینګار کړی چې ملي شورا باید دغه قانون تصویب کړي.