تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د قوانینو د تصویب پر سر د افغان حکومت او پارلمان تر منځ ناندرۍ
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش وايي، همدا اوس د افغانستان ولسي جرګه کې لسګونه تقنیني سندونه له تصویبېدو پاتې دي.
نوموړی وايي، د دغو سندونو تصویبولو کې ځنډ د نړیوالې ټولنې پروړاندې د افغان حکومت د فعالیتونو د ځنډېدو لامل شوی.
سرور دانش دا څرګندونې د جزاء د کود د تشریح په یوه غونډه کې کړې چې وايي د بېلګې په توګه، د ماشومانو د حقونو د ساتنې قانون له پنځو کلونو راهیسې ایله د وکیلانو اجنډا کې راوستل شوی دی.
دی زیاتوي، حکومت د نړیوالو ژمنو او د ماشومانو د حقونو د ملاتړ له کبله اړ شو چې تېر کال دغه قانون د یوه تقنیني فرمان له لارې عملي کړي.
د افغانستان د اساسي قانون د ۷۹ مادې له مخې، حکومت د ولسي جرګې د رخصتۍ په حالت کې د عاجلې اړتیا پرمهال د بودیجې او مالي چارو په استثنا تقنیني فرمامونه منظمولی او ولسمشر یې توشیح کولی شي.
خو د ولسي جرګې د تقنین کمېسیون بیا حکومت د نا ضروري تقنیني فرمانونو په صادرولو تورنوي، چې په وینا یې ډېری تقنیني فرمامونه او سندونه د جرګې له خوا تصویب شوي دي.
دغه کمېسیون حکومت، په تېره پر ولسمشر ملامتوي چې ګني د پارلمان په صلاحیتونو کې مداخله کوي.
د یاد کمېسیون مشر غلام فاروق نظري بي بي سي ته وویل، تر اوسه چې حکومت کوم تقنیني فرمانونه او سندونه وراستولي، دوی تصویب کړي دي.
د ماشومانو د ملاتړ قانون په وروستیو کلونو کې ولسي جرګه کې یو له لانجمنو قوانینو و.
ولسي جرګې دغه قانون څه موده وړاندې تصویب کړ، خو وروسته ځینو استازو نیوکه پرې وکړه او د دغه قانون د تصویبېدو په ورځ یې د وکیلانو د نصاب نه پوره کېدل خپله له قانون سرغړونه وبلله.