تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نوي کال پر لومړۍ ورځ افغانستان کې ۳۵۳۱ ماشومان زېږېدلي
- Author, محمد ندیم اشرف
- دنده, بي بي سي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره یا یونیسف وایي، د ۲۰۲۰ کال پر لومړۍ ورځ په افغانستان کې ۳۵۳۱ ماشومان زېږدلي دي. یاده اداره همدا راز خبرداری ورکوي چې د ځینو نورو هېوادونو په ګډون په افغانستان کې د نوزېږو (نویو زېږېدلو) ماشومانو ژوند له ستونزو سره مخ دی.
د نوي ۲۰۲۰ کال له پېلېدو سره یونيسف د نړۍ د ټولو هېوادونو له مشرانو غوښتي چې د روغتیا پالنې برخې باندې پانګونې سره د ماشومانو ژوند وژغوري، ځکه چې د دوی په خبره یو شمېر ماشومان له زېږېدو سره مري.
یونسف ویلي دي چې لا هم د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې د نویو زېږېدلو ماشومانو مړینه د اندېښنې وړ ده.
د یونسف په خبره په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې لا هم نوي زېږېدلي ماشومان د مور د مېندوارۍ او د زېږېدو په وخت کې او یا له زېږېدو وروسته د مکروبونو له امله ژوند له لاسه ورکوي.
د دغې ادارې په خبره، په افغانستان کې په هر یوه ساعت کې شپږ ماشومان مري.
په افغانستان کې د یونیسف ادارې مرستیالې شیما سن ګپټا ویلي چې د هرو زرو نو زېږو ماشومانو له ډلې ۱۳۱ یې د خپل عمر په لومړۍ میاشت کې مري.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې د نړۍ په مشرانو غږ کړی چې په روغتیا پالانو او د روغتیايي مرکزونو په ښه سمبالتیا پانګونه پراخه کړي چې د نو زېږو ماشومانو د مړینې کچه راټيټه شي.
د یونسف په خبرپاڼه کې راغلي چې موږ کولای شو د میلیونونو نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند خوندي کړو، خو دغه اداره وايي دا کار هغه وخت شونی دی چې د روغتیا برخې په کارکوونکو او د روغتیايي مرکزونو په امکاناتو پانګونه وکړو.
دغه بنسټ ویلي دي چې د انسانانو د راتلونکي او هغه چې هره ورځ دې نړۍ ته راځي، په اړه یې د فکر کولو لپاره نوی کال یو فرصت دی.