تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کمېسیون: د ټاکنو په تړاو ډېری شکایتونه ښایي تشې ادعاوې وي
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون یوه چارواکي اټکل کړی چې ښایي د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو دوی ته د سپارل شویو شکایتونو تر نیمایي ډېر له زباتوونکو اسنادو پرته د ادعاو بڼه ولري.
د دې کمېسیون د ثبت او تصنیف مسؤل مسعود شمس وویل ډېری دغه شکایتونه تش یوه پاڼه ده چې د یوې یا بلې ټاکنډلې له خوا وړاندې شوي دي.
ښاغلي شمس وویل ډېری شکایتونه چې ور رسېدلي، اړونده او کره اسناد نه لري.
یاد کمیسیون د څه باندې ۱۶ زرو شکایتونو څېړل پیل کړي او ټول یې په ۱۶ ډلو ویشلي دي.
چارواکو د دغې ارزونې له پاره د نور وخت غوښتنه هم نه ده رد کړې او وایي، بېلې شوې دوې اوونۍ ښایي ورته بس نه شي.
دغه شکایتونه د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته تر ډېره د څلورو نوماندانو له خوا وړاندې شوې دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وایي، ډېری شکایتونه یې له ننګرهار، کابل او کندهار ولایتونو ترلاسه کړي دي.
د دوی په وینا، لا هم په یو شمېر ولایتونو کې ډلبندي روانه ده او یوازې د کابل په ګډون څو ولایتونو کې څیړنیز بهیر پیل شوی دی.
د یاد د کمېسیون د ثبت او تصنیف مسؤل مسعود شمس وايي، ډېری شکایتونه د رایو په شمېر کې د توپیر په اړه دي، ځکه په نوملړ کې یو څه او په بایومټریک الو کې بل څه دي.
د قانون له مخې د شکایتونو د څېړلو ولایتي دفترونه یوازې ۱۵ ورځې وخت لري چې دا شکایتونه وڅېړي او پریکړه وکړي؛ خو چارواکي وايي شکایتونو ته په کتو ښايي د څېړلو موده وغځیږي.
د دې کمېسیون سرچینې وايي، تمه یې نه درلوده چې دومره شکایتونه دې ور ورسېږي.