افغان ټاکنې؛ د لومړنیو پایلو په اړه دوه ورځو کې ۷ زره شکایتونه ثبت شوي

د عکس سرچینه، Anadolu Agency/Getty Images
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، په تېرو دوه ورځو کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه له دوی سره کابو ۷ زره شکایتونه ثبت شوي دي. د شکایتونو د ثبتولو چاره به د چارشنبې ورځې تر پایه دوام کوي او تمه کېږي چې دا شمېر لا ډېر شي.
د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنډلې نن سې شنبه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د کابل دفتر ته ۱۲ سوه شکایتونه وړاندې کړل.
دغه ټاکنډله وایي چې سبا به هم له دې زیات شمیر شکایتونه د څیړنې لپاره همدې کمیسیون ته وسپاري.
د د دولت جوړونې ټاکنډلې یوه غړي اجمل هوډمن بي بي سي ته وویل، شکایتونه یې تر ډېره هغو رایو ته د باور ورکولو په اړه دي چې د ده په ټکو، ټاکنو کمېسیون بې اعتباره بللې دي.
له دې وړاندې د دوشنبې پر ورځ یاد کمېسیون ویلي وو چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې لخوا یې هم تلس سوه شکایتونه ثبت کړي دي.
خو شکایتونو کمېسیون یو کمېشنر بي بي سي ته ویلي وو چې د دې ډلې ډېری شکایتونه د لومړنیو پایلو په اړه نه دي، بلکې د ټاکنو د لومړنیو پړاوونو په تړاو دي.
له کمېسون سره د ثبت شویو شکایتونو لویه برخه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې، بیا د محمد اشرف غني او بیا هم د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت ټاکنډلې دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وایي، د شکایتونو شمېر ډېر دی، خو په وینا یې هڅه کوي چې په ټاکلې موده کې یې څیړنه بشپړه کړي.

د عکس سرچینه، Ahmad Wali Massoud/Facebook
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارشنبې د ورځې ترپایه د شکایتونو ثبت ته دوام ورکوي او بیا د قانون له مخې پنځلس ورځې وخت لري چې دا وڅېړي او پایله یې ټاکنو کمېسیون ته وسپاري.
د هر ولایت د رایو په اړه شکایتونه د هماغه ولایت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څانګې ته راجع کېږي او هلته یې په اړه پرېکړه کېږي.
که کومه ټاکنیزه ډله د ولایتي مسئولینو په پریکړو اعتراض ولري، کابل کې د استیناف غوښتنه کولای شي.
بل لورته د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا چې ۷ نوماندان یې تر چتر لاندې راټول دي وايي، د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه مني.
دغه نوماندان چې ټاکنو کې یې له لس سلنې کمې رایې وړي او یو میلیون افغانۍ جریمه شوي هم دي، د ملي مشارکت حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي.
دغې شورا یو پریکړه لیک خپور کړ چې په کې ویل شوي، دوی ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته هیڅ شکایت نه کوي ځکه چې باور نه پرې لري.









