د صحي تشنابونو کمښت د افغان ماشومانو د مړینې لامل ګرځي

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، نژدې ۶۰ سلنه خلک په دغه هېواد کې پر روغتیايي معیارونو برابرو تشنابونو ته لاسرسی نه لري، چې په وینا همدا چاره د کابو ۲۲ سلنه ماشومانو د مړینې لامل شوې ده.

که څه هم په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې استوګنیزې مېنې جوړې او ډېر رغنیز کارونه وشول خو له دې سره سره هم د تشنابونو په جوړولو کې روغتیايي معیارونه په نظر کې نه دي نیولي شوي او په بازارونو کې تر نارینه وو ښځې ډېرې د عامه تشنابونو له نشتوالي سره مخ دي.

ملګري ملتونه د تشناب نړیوالې ورځې په مناسب جوړ شوي راپور کې ویلي، په نړۍ کې تر څلور میلیارد ډېر کسان د روغتیايي معیارونو سره سم تشنابونو ته لاسرسی نه لري چې په وینا یې لویه برخه یې په بېوزله او وروسته پاتې هېوادونو کې ده.

ملګري ملتونه همدا چاره په کلني ډول د کابو نیم میلیون کسانو د مړینې لامل یاده کړې ده.

د دغه نړیوال بنسټ د راپور له مخې، هر کال په نړیواله کچه درې سوه زره ماشومان له پنځه کلنۍ عمر پوره کولو مخکې د نس ناستي او ناپاکو اوبو له امله مړه کېږي، چې په خبره یې لوی لامل یې غیرمعیاري تشنابونه یادوي.

هم مهاله، په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې رغنیز کارونه ډېر وشول خو لا هم د پلازمېنې کابل په ګډون په کابو ۳۴ ولایتونو کې د نارینه وو او په ځانګړي ډول د ښځو لپاره په بازارونو او لویو لارو کې د اړتیا وړ تشنابونه نه دي جوړ شوي.

د کابل اوسېدونکې بهشته محمدي په بازارونو کې د ښځو لپاره د تشنابونو له نشتونه سرټکوي.

ښايي لا هم د یو شمېر افغانان لپاره د تشناب په باره کې خبرې کول تابو وي، خو د روغتیاپالو په خبره معیاري تشنابونو ته لاسرسی د ډېرو ناروغیو مخه نیسي.

د افغانستان روغتیا وزارت د روغتیايي چاپېریال ساتنې برخې مشر محمد علی اکبر مشر وايي، په افغانستان کې ۶۰ سلنه نفوس په روغتیايي معیارونو برابر تشنابونو ته لاسرسی نه لري:

"له بده مرغه لا هم په افغانستان کې یوازې نژدې ۳۹ سلنه خلک په روغتیايي معیارونو برابر تشنابونو ته لاسرسي لري او پاتې نژدې ۶۰ سلنه لا هم معیاري تشنابونه نه کاروي."

د افغانستان ارزونې او څېړنې مرکز مشره اورځلا اشرف نعمت وايي، نه یوازې په بازارونو کې د ښځو لپاره تشناب نه شته، بلکې په لېرو پرتو سیمو کې د پوهنې وزارت اړوند ښوونځیو کې د نجونو لپاره تشنابونه نه دي جوړ شوي.

د دغه بنسټ په وینا، په نړۍ کې د ډېرو ناروغيو لامل د انسان له فاضله موادو رامنځ ته کېږي، هغه ستونزه چې مخنيوی يې اسانه او اغېز يې ډېر دی.

په ډېرو بې وزله سيمو کې د فاضلاتو ستونزې د وګړو روغتيا ننګوي. ملګري ملتونه وايي د تشناب نړیوالې ورځې لمانځلو موخه دا ده چې خلک خپلې پاکۍ ته پام وکړي.