ټاکنو کمېسیون وايي، د جنجالي رایو بیا شمېرنه بېرته پیل شوه

    • Author, محمد ندیم اشرف
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي په ۲۸ ولایتونو کې چې د رایو بيا شمېرنه پکې درېدلې وه نن (لړم ۲۶مه) بیا پیل شوه.

کمېسیون وايي، دا بهیرد ټاکنیزو نوماندانو، انتخاباتي څارونکو او لیدونکو په حضور کې روان دی.

د رایو بیا شمېرلو بهیر د لړم په ۱۸ مه نېټه په ټول افغانستان کې پیل شوی و چې په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو ټاکنډلو له مخالفتونو سره مخ شو.

کمېسیون د دوی د غوښتنو په موخه دا بهیر ودراوه.

د رایو د بیا شمېرنې په لړ کې د ۳۴ ولایتونو له ډلې بادغیس، ارزگان، بامیان، لغمان، میدان وردګ او نیمروز کې د رایو بیا شمېرلو له بهیر درېدو رای شمېرنه بشپړه شوې وه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي و چې سر له یکشنبې د ۸۲۰۰ محلونو د جنجالي رایو بیا شمېرنه بېرته پيلوي. د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ پرون شنبه ماښام ناوخته اعلان وکړ چې د ټاکنیزو ډلو له استازو سره دې پرېکړې ته رسېدلي چې د جنجالي رایو د بیا شمېرنې بهیر پیل کړي.

د دغه کمېسیون مرستیال او کمېشنر عصمت الله مل بي بي سي ته وویل چې دغه پرېکړه یې د نوماندانو تخنیکي ډلو ته له نسبي قناعت ورکولو وروسته کړې.

ښاغلي مل تمه وښوده چې دا بهیر به ژر پای ته ورسېږي، چې ټاکنو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره چمتو شي.

د ځینو ټاکنیزو ټکټونو په تېره د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د اعتراض له امله دا بهیر څلور ورځې وړاندې درېدلی وو.

ښاغلي عبدالله پر دغه بهیر د اعتراض لامل دا ښودلی وو چې د دوی په وینا د رایو په بیا شمېرنه کې ۳۰۰زره شکمنې رایې شاملې دي چې د ده په ټکو د دغه رایو هېڅ بایومټریک معلومات د کمېسیون د معلوماتو په زېرمه کې نشته.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا ټینګار وکړ چې یوازې بایومټریک رایې ورته د باور وړ دي. د دغه کمېسینون کمېشنر ښاغلي مل وویل چې د اعتراضونو په اړه ټاکنو کمېسیون پرېکړې کړې دي.

ښاغلي مل له ټاکنیزو ډلو وغوښتل چې د رایو په څېړنه او بیا شمېرنه کې له ټاکنو کمېسیون سره مرسته وکړي او له دغه بهیر دې څارنه وکړي.

له دې وړاندې کمېسیون منلې وه چې ځینو ټاکنیزو ډلو په تېره د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې له لورې په ۱۴ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې مخنیوی شوی وو، اوس ټاکنو کمېسیون وايي چې که ټاکنیزې ډلې بیا ورته عمل وکړي، پر وړاندې به یې ځانګړې پرېکړه وکړي.

خو د کمېسیون دغه چارواکي د ځانګړې پرېکړې په اړه څه ونه ویل.

له دې سره یو ځای ټاکنو کمېسیون دا پرېکړه هم کړې، په ټاکنو کې درغلي کوونکي کارکوونکي تر دوو ورځو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته وروپېژني او دا کسان به د رایو په بیا شمېرنه کې هم ګدون نه کوي.