ځانګړی رپوټ؛ افغانستان کې د انټرنېټ له لارې ځورول ډېر شوي

    • Author, ابراهیم ساپی
    • دنده, بي بي سي

په بېلابېلو ځایونو کې د زورواکۍ یا کړونې په اړه د راپورونو په لړ کې بي بي سي دا ځل افغانستان کې د انټرنېټي کړونې په اړه راپور جوړ کړی دی. د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي، په دې هېواد کې د انټرنېټ له لارې ځورول یا کړول یوه جدي ستونزه ده.

دغه وزارت وایي یوازې په تېرو څلورو میاشتو کې له زرو ډېر شکایتونه په دې اړه ورسره ثبت شوي دي. انټرنېټي یا سایبري ځورول څه ډول کېږي او څه باید وشي چې موږ یې هدف ونه ګرځو؟

مریم امرخېل له پنځو کلونو راهیسې په ټولنیزو شبکو لکه فېسبوک، ټوېټر او انسټاګرام کې فعالیت کوي. اغلې امرخېل د ښځو د حقونو، تعلیم او همدا راز د عامه پوهاوي په برخه کې په حقیقي او مجازي نړۍ کې فعالیت کوي.

خو دغه فعاله په کراتو د سایبري ځورونې قرباني شوې ده. هغه د نورو لخوا دې ته د ګواښوونکو پیغامونو په اړه وايي چې لا یې په ذهن کې دي او ځوروي یې.

هغه وايي د انټرنېټي ځوروونکو په اړه یې څو ځله پولیسو ته شکایت هم کړی دی.

په افغانستان کې پر نورو جرمونو سربېره انټرنېټي ځورونه او له دې لارې د ګواښولو، سپکاوي او باج اخیستنې پېښې هم په زیاتېدو دي.

د رسمي شمېرو له مخې یوازې په څلورو میاشتو کې له مخابراتو وزارت سره د سایبري ځورونې څه باندې زر شکایتونه ثبت شوي دي.

د دې وزارت د ویاند شیر شاه نوابي په خبره، په دغو کې ځینې داسې شکایتونه دي چې د کورنۍ غړي یې سره جلا کړي دي.

اټکل کېږي چې په افغانستان کې شاوخوا شل میلیونه خلک موبایل لري او د دې نیمايي برخه یې انټرنېټ کاروي.

سایبري باج اخیستونکي تر ډېره پېژندل شوې څېرې، پانګه وال او مېرمني په نښه کوي.

د پوهنتون له استاد او د سایبري جرایمو له مبارز فرید احمدي نه مې وپوښتل چې سایبري ځوروونکي څه ډول خلک په دام کې را ګیروي:

"په افغانستان کې د دې لپاره چې خلک مالومات کم لري، یو کس د بېلګې په ډول راځې د یوه هنرمن او یا د یوه پېژندل شوې پانګوال په نوم جعلي فېسبوکي اکونټ جوړوي، بیا وروسته پر یو چا برید کوي او ځان ورپېژني چې زه هماغه هنرمن یم او هغه کس چې برید پرې کېږي، هغه هم ورته په ډېره سادګۍ خپل مالومات ورکوي، چې دا مې عکسونه دي او نور خپل مالومات ورکوي، کله چې د ده په اړه مالومات هکر تر لاسه کړل، بیا یې په هماغه څه باندې ګواښي ورته وایي یا پیسې راکړه او یا هم ماته دا کار وکړه او که نه وي نو ستاسو دا شخصي مالومات خپروم."

په افغانستان کې اوس سایبري جرمونه د نورو جرمونو په څېر جرم ګڼل کېږي او تر سره کوونکي ته یې سزا ورکول کېږي.

په وروستیو کې کورنیو چارو وزارت د سایبر پولیسو څانګه هم پرانیسته.

له یوې اونۍ هڅو سره سره ونه توانېدو چې و پوهېږو د افغانستان سایبري پولیس د دې جرمونو د مخنیوي لپاره څه ډول فعالیت کوي او ایا تر اوسه یې د دې جرم په تور څوک نیولي او که نه؟

د سایبري چارو پوهان وايي، د دې لپاره چې په مجازي نړۍ کې ونه ځورول شئ د انټرنېټ په اړه مو مالومات زیات کړئ او په هغو ټیکنالوجیکو وسیلو ځان ښه پوه کړئ چې کاروئ یې.

د بي بي سي انګرېزي وېبپاڼې په یوه لارښود کې لیکل شوي، هڅه وکړئ ځوروونکو پیغامونو ته په غوسه ځواب ور نه کړئ ځکه چې جنجال له همدې ځایه پېلېږي.

په دې لارښود کې همدا راز ویل شوي چې هېڅکله خپل شخصي مالومات په ځانکړي ډول د ټولنیزو رسنیو پاسورډ نورو ته مه ورکوئ او که کله هم وځورول شوئ، د زورواکو د هر پیغام عکس واخلئ، ځکه دا کار د قضیې څېړلو کې درسره مرسته کوي.

د بي بي سي دې لارښود کې وړاندې ویل شوي چې هېڅکله خپل ځانکړي مالومات په مجازي نړۍ کې مه خپروئ او د دې لپاره چې وپوهېږئ څومره کسان په خیالي نړۍ کې ستاسو له مالوماتو ګټه اخلي د ګوګل له لارې یې وګورئ.