تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حیرتان ته د کورنیو ګرځندویانو تګ ډېرېدل
- Author, نجیب الله پاڅون
- دنده, بي بي سي
په وروستیو کې د افغانستان شمال کې حیرتان ښارګوټی د کورنیو ګرځندویانو لپاره د پاملرنې ځای ګرځېدلی.
دغلته د امو سیند منظرې، په سیند کې روانې بیړۍ، کب نیونه، د اور ګاډي تګ راتګ او د حیرتان ریګونو په زړه کې د ګرمو اوبو چینې، هغه څه دي چې سیمه یې ګرځندویانو ته په زړه پورې کړې.
د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ، د اورګاډي پټلۍ، ګرځندویان دې ته هڅوي، چې په ساعتونو سره د امو سیند په غاړه پاتې شي.
شګوفه وايي حیرتان ښارګوټی د مزارشریف له نورو تفریحي سیمو ډېر امن دی دوی ځکه دلته د ستړیا د له منځه وړو لپاره حیرتانو ته راغلي.
دلته د امنیت او خوندیتوب احساس کوم. کورنۍ له خپلو اولادو سره دلته راتلی شي او ښه ورځ تېرولی شي.
خو په بلخ کې د ګرځندوی امریت چارواکي وايي ناامني د دې لامل شوې، چې د بلخ لرغونو سیمو ته د ګرځندویانو تګ راتګ کم شی.
-.