ولسي جرګه: سرپرست وزیران دې نور وزارتونه او ادارې نه چلوي

د ولسي جرګې غړو وویل که حکومت د سرپرستو وزیرانو پرځای کاندید وزیران وپېژني نو دوی حاضر دي چې د کابینې د بشپړېدو په خاطر رایه ورکړي

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، د ولسي جرګې غړو وویل که حکومت د سرپرستو وزیرانو پرځای کاندید وزیران وپېژني نو دوی حاضر دي چې د کابینې د بشپړېدو په خاطر رایه ورکړي
    • Author, ابراهیم صافی
    • دنده, بي بي سي - کابل

د افغانستان ولسي جرګې پر افغان حکومت نیوکه کړې ده چې ګڼ وزارتونه او ادارې یې د سرپرستو کسانو له خوا چلول کېږي‌ او پر حکومت یې غږ کړی چې د کابینې نوي وزیران باید د باور رایې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژني.

د ولسي جرګې غړو نن شنبه خپله غونډه کې تر ډېره پر حکومت نیوکې کولې چې ګنې د خپلې کاري دورې تر پایه د وزارتونو او ادارو سرپرستي ختمه نه کړی شوه چې قانوني کسان مسولیتونه پر مخ یوسي.

دوی ویل، که حکومت د سرپرستو وزیرانو پرځای کاندید وزیران وپېژني نو دوی حاضر دي چې د کابینې د بشپړېدو په خاطر رایه ورکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وویل، که د حکومت موده یوه ورځ هم وي باید دوی ته د وزارتونو لپاره وزیران ور وپېژني:

"موږ خو هره ورځ پر حکومت غږ کوو چې وزیران را معرفي کړئ، خدای دې وکړي چې یوه ورځ هم دا حکومت وي دا یې دنده ده چې موږ ته وزیران را وپېژني، هر څوک چې یې مخ ته راغلی وايي ځه ته سرپرست. والي سرپرست، معین سرپرست، قومندان سرپرست تر کومه به دا حکومت سرپرستان پر مخ بيايي."

له دې وړاندې هم د افغانستان ولسي جرګې له حکومته غوښتي چې وزارتونو ته دې وړ کسان ور وپیژني.

ارګ ته یوې نږدې سرچینې بي بي سي ته وویل، د افغانستان له ۲۶ وزارتونو دا وخت ۱۲ يې سرپرست نوماند وزیران او درې نور بیا چارسمبالي وزیران اداره کوي.

صدیقي وايي، تراوسه ولسي جرګې ته د نوماندانو په معرفۍ کې ځنډ راغلی بېلابېل لاملونه یې لرل

د عکس سرچینه، GMIC

د عکس تشریح، صدیقي وايي، تراوسه ولسي جرګې ته د نوماندانو په معرفۍ کې ځنډ راغلی بېلابېل لاملونه یې لرل

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په یوه مناسب وخت کې به ولسي جرګې ته د وزارتونو لپاره نوماند وزیران ور وپېژني.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، دا چې تراوسه ولسي جرګې ته د نوماندانو په معرفۍ کې ځنډ راغلی بېلابېل لاملونه یې لرل:

"لومړی دا چې زموږ د پارلماني ټاکنو پایلې اوږدې شوې او وروسته بیا د ولسمشرۍ ټاکنې مخې ته راغلې. موږ غواړو په مناسب وخت کې کاندید وزیران ولسي جرګې ته ولېږو، خو دا چې کله به دا کار کېږي په اړه یې ویل اوس له وخته مخکې دي."

د افغانستان د ولسي جرګې غړو په ۱۳۸۸ کال کې د وزارتونو او نورو دولتي بنسټونو لپاره د سرپرستانو قانون تصویب کړ چې له مخې یې باید د یوه دولتي بنسټ او وزارت سرپرست یوه میاشت وي، خو ولسمشر محمد اشرف غني بیا په ۱۳۹۳ کال کې دې قانون ته ورته بل د فرمان له مخې یې د سرپرستۍ موده دوو میاشتو ته وغځوله.

خو داسې بېلګې هم شته چې چارسمبالي وزیران د کلونو لپاره د اړوندو وزارتونو چارې پر مخ وړي.‌ تر ټولو ښه بېلګه یې د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سرپرست صلاح الدین رباني و،‌ چې له درېیو کلونو راهیسې د دې وزارت سرپرست و او تېره میاشت یې له دندې استعفا وکړه.

خو اوس ولسمشر محمد اشرف غني‌ د ښاغلي رباني پر ځای هم ادریس زمان یو ځل بیا د سرپرست وزیر په توګه د بهرنیو چارو وزارت د چارو پر مخ وړلو لپاره نومولی.