تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره د ولسمشر غني نوې تګلاره
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي ولسمشر محمد اشرف غني سولې ته د رسېدو په موخه یوه ۷ ماده ییزه تګلاره جوړه کړې.
په دې تګلاره کې له امریکا غوښتل شوي چې له دې هېواده له وتو وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې چوکاټ جوړ کړي.
په دې تګلاره کې دغه راز له طالبانو د اوربند او د پاکستان له خوا د ترهګرو ډلو د روزنې د بندولو غوښتنه هم شوې ده.
ارګ د سولې تګلارې جزییات په داسې حال کې په ډاګه کړل چې ټاکل شوې وه نن د سولې په اړه د چین مرکز بیجینګ کې یوه غونډه جوړه شي، خو د نامعلومو دلائلو له مخې وځنډېده.
د محمد اشرف غني له خوا د سولې په جوړه شوې تګلاره کې له امریکا غوښتل شوي چې له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو او له هغې وروسته دغلته د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې لپاره پلان جوړ کړي.
ولسمشر د دغې تګلارې په دویمه ماده کې له طالبانو غوښتي چې د سولې له خبرو مخکې دوه اړخیز اوربند ومني، هغه کار چې حکومت غواړي پوه شي طالبان یوه واحده رهبري لرې او که نه.
له اسلام آباد سره خبرې د دغې تګلارې بله برخه ده، په دې اړه ویل شوي، افغانستان باید پوه شي چې پاکستان ترهګرو ډلو ته پنا ورکول او د هغوی روزنه دروي او که نه.
د ارګ ویاند صدیق صدیقي وایي، دا تګلاره د سولې په موخه د حکومت د هڅو په ترڅ کې جوړه شوې ده.
د حکومت د طرحې د ملاتړ لپاره ښاغلي غني د سیاستوالو، مدني ټولنو، د قربانیانو د کورنیو او د ځوانو مېرمنو او سړیو د استازو ګډه کوچنۍ جرګه وړاندیز کړې چې د څه کم پنځلس هېوادونو او ملګرو ملتونو استازي به هم پکې وي.
د دغې تګلارې جزییات په داسې حال کې اعلان شوي چې ټاکل شوې وه نن د چین په پایتخت کې بین الافغاني ناسته شوې وای. ارګ وايي چې د بیجینګ د ناستې د تازه نېټې تر اعلان وروسته به په دغه غونډه کې د ګډوونکوونک نوملړ هم اعلان کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي چې د بیجینګ غونډه د چین له لورې ځنډول شوې وه.
په قطر کې د امریکايي او طالب استازو د نهو پړاوونو د ناستو تر څنګ له څو میاشتو راپدې خوا د افغان سولې لپاره هڅې روانې وې. خو د دوحې ناستې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لورې ودرول شوې.
بل خوا په وزیرانو شورا غونډه کې د افغان حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله وویل چې د سولې لپاره باید له هر فرصت ګټه واخیستل شي.
تېره میاشت امریکا او طالب استازو اعلان وکړ چې د سولې هوکړې ته د رسېدو په حال کې دي، خو وروسته له هغه چې په کابل کې د طالبانو په یوه خونړي برید کې د یوه امریکايي سرتېري په ګدون ۱۲ تنه ووژل شول، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې په غبرګون کې په قطر کې د افغان سولې بهیر ودراوه.
دغه راز په دغه طرحه کې له ګاونډیو، د سیمې او اسلامي نړۍ له هېوادونو غوښتل شوی چې له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره دویمه لاره ولټوي. اروپايي ټولنه، ملګري ملتونه او ځینې نور لوی سازمانونونه په دغه طرحه کې د سولې د احتمالي هوکړه لیک تضمین کوونکي وړاندې شوي دي.