مارک اسپر: پر طالبانو به تر هغې بریدونه کوو چې سولې ته نه وي چمتو شوي

مارک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مارک اسپر وایي، افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي

د امریکا د دفاع وزیر کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي، پر طالبانو به تر هغو خپلو یرغلیزو بریدونو ته دوام ورکوي چې دغه ډله د سولې خبرو ته چمتو شي.

مارک اسپر نن د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سره په یوه ګډه خبري ناسته کې دغه راز د افغان ځواکونو عملیاتي وړتیا ستایلې او ویلي دي چې دغه ځواکونه د افغانستان امنیت باوري کولای شي.

نوموړي زیاته کړه چې هېواد یې افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي پلوی دی، خو تر هغې چې یو جوړجاړي کېږي، امریکا به د طالبانو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

د اسوشیټېد پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې ښاغلي اسپر له ده سره کابل ته ورغلیو خبریالانو ته ويلي، باور لري چې هېواد یې کولای شي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټ کړي.

د هغه په وینا د سرتېرو په شمېر کې دغه کموالی نشي کولای د القاعدې او داعش پر وړاندې د امریکا په جګړې منفي اغیز وکړي.

کابل ته د ښاغلي اسپر له سفر سره هم مهاله د امریکا د کانګرس د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي په مشرۍ د دې هېواد د کانګرس یو پلاوي افغانستان ته په خپل سفر کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه مشر عبدالله عبدالله او نورو لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي.

نانسي پلوسي

د عکس سرچینه، ARG

د اغلې پلوسي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړې د افغان چارواکو ترڅنګ د افغانستان د مدني ټولنو له مشرانو سره هم لیدنې کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، په دې لیدنو کې پر امنیت، حکومتولي او اقتصادي پرمختګ خبرې شوې دي.

اعلامیه کاږي چې کابل کې د امریکا سفیر جان بس او نور ډيپلوماټانو پلاوي ته له طالبانو سره د سولې بهیر او د ولسمشریز ټاکنو د پایلو په اړه معلومات ورکړي دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي، افغان ولسمشر پلاوي سره په لیدنه کې د دې هېواد لپاره د امریکا د لازیات ملاتړ او په بېلابېلو، په ځانګړي ډول امنیتي برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي، په دغه کتنه کې افغان لوري د ښې حکومتولۍ، ترورېزم او اداري فساد سره د مبارزې، د ملکي خدمتونو په برخو کې د اصلاحاتو او د پوهنې د ودې په برخو کې د خپلو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او پر تل پاتې سوله یې چې د افغانانو ګټې په کې خوندي وي، ټینګار کړی دی.

ولسمشرغني ویلي، القاعده او داعش لاهم افغانستان او امریکا ته د جدي ګواښ په توګه مطرح دی.

نوموړي زیاته کړه: "طالبان تروریستي ډلو ته د فعالیت زمینه برابروي او په قصدي توګه ملکيان خپل هدف ګرځوي، موخه یې دا ده چې نظام ته زیان ورسوي له نېکه مرغه خپلې موخې ته ونه رسېدل."

عبدالله

د عکس سرچینه، CEO Office AFG

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ویلي، هېواد یې هېڅکله نه غواړي افغانستان یوځل بیا د "ترهګرو پر ځاله" بدل شي.

نوموړې په افغانستان کې د ښځو لاسته راوړنې ستایلي او زیاته کړې یې ده چې د امریکا په کانګرس کې "یو لومړیتوب د افغان ښځو د حقونو تامین او د لاسته راوړنو ساتنه ده."

د افغانستان اجرائیه ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، له ښاغلي عبدالله سره په کتنه کې اغلې نانسي پلوسي په "بریالي توګه " د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو هرکلی کړی دی.

نوموړې ویلي، هېواد یې د افغانستان وضعیت له نژدې څاري او غواړي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو مبارزه همغږې پرمخ ولاړه شي.