خلیلزاد: افغانستان کې سیاسي جوړجاړی د امریکا ملي ګټو ته ښه دی"

د تېر سپټمبر لومړیو کې د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ د سولې خبرو له درېدو لومړی ځل لپاره زلمی خلیلزاد د افغان کشالې په هکله وايي، افغانستان کې سیاسي جوړجاړی د امریکا د ملي ګټو لپاره ښه دی.

زلمی خلیلزاد خپل ټوېتر کې وايي، دا خبره یې د امریکا د لوی درستیزانو مشر جنرال مارک میلي سره لیدنه کې کړې:

د خلیلزاد په خبره، "هغه افغانستان ښه پېژني".

ښاغلی خلیلزاد زیاتوي: "دواړه په دې نظر و، چې په افغانستان کې یوه داسې سیاسي حل لاره به د دوی په ملي ګټه وي چې امریکا له ترهګریزو ګواښونو خوندی کړي او وکولای شي د جګړې بوج کم کړي او افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو پرمختګ وساتي".

د نوموړي او قطر کې د طالبان استازو له نهم پړاو خبرو وروسته تمه وه چې دواړه لوري یوه جوړجاړي ته ورسېږي.

خو کابل کې د موټر بم چاودنې له امله چې یو امریکايي او ۱۱ افغانان پکې ووژل شول، ولسمشر ټرمپ د سپټمبر پر اتمه دا خبرې اول وځنډولې او بیا یې مړې اعلان کړې.

له هغه راهیسې طالبان او په افغانستان کې مطرح سیاستوال او نور ښکېل لوري د خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه کوي.

د اروپايي ټولنې غوښتنه

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازي د هرات امنیتي اتم کنفرانس کې چې د اکتوبر پر ۱۸ مه پیل شو د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو بیا پیلېدو غوښتنه وکړه.

رولاند کوبیا خپله وینا کې وویل: ''نن به زه د سولی پر مسله ټینګار کوم. له تېر کال راهیسې نهه ځله د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې وشوې او د سولې په تړاو یې هیلې رامنځته کړې. تېر کال په دې اړه خبرې کېدې چې ایا د سولې مذاکرات به وشی که نه؟ خو نن د خبرو پر څرنګوالي غږیږو. دا خبرې لومړی ګام و. د امریکا او طالبانو ترمنځ خبری باید بیا پيل شي. دا د سولې د بهیر یوه برخه ده چې د بین الافغانی خبرو اترو لپاره زمینه برابروی".

له بلې خوا د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، افغان حکومت د هرات اتم امنیتي کانفرنس کې د سولې او امنیت په هکله وړاندې شویو نظرونو ته درناوی کوي او په ځیرتیا یې ارزوي:

''د سولې لپاره د ملي خبرو په مخ د افغان حکومت ور پرانیستی او رغند نظرونه د سولې راوستلو د مدبرانه بهیر پرمختګ کې زموږ سره مرسته کوي''.

که څه هم خپله خلیلزاد یا نورو امریکايي چارواکو د سولې خبرو بیا پیلېدو په هکله نېغ څه نه دي ویلي، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دې وروستو کې بیا ویلي، بې پایه جګړه باید ودرول شي.

شنونکي هم په دې باور دي، چې له طالبانو سره د امریکا د خبرو تر لغوه کېدو وروسته په خپله دنده د زلمي خلیلزاد پاتېدل هم ښيي چې ممکن دا خبرې بیا پیل شي.