ورځپاڼې: امریکا باید ناټو هېوادونو سره هم پر افغان سوله خبرې وکړي

نېشنل انټرسټ خپرونې د افغانستان د سولې په تړاو یوه مطلب کې لیکلي د امریکا استازي زلمي خلیلزاد ته پکار دي چې په قطر کې طالب استازو ته جدي خبرداری ورکړي چې که غواړي د افغانستان په راتلونکې کې د سیاست یوه برخه وګرځي نو له خبرو د افغان دولت ګوښي ساتل بې ګټې هڅې دي.

د مطلب لیکوال وايي امریکا ته پکار دي چې د سولې لپاره له روانو هڅو سره هم مهال د ناټو له غړو هېوادونو سره له ممکنه سولې وروسته پړاو په برخه کې هم ګډې هڅې وکړي.

د لیکوال په وینا له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل باید په ښه توګه همغږي شي او د ترهګرۍ ضد ټلوالې غړو هېوادونو ته باید پوره وخت ور کړل شي چې خپلې اندیښنې په ډاګه کړي ځکه ښه همغږي په یوه وخت د ځواکونو وتل شونی کوي او د دې احتمال هم زیاتوي چې دا هېوادونه د خپلو ځواکونو له وېستلو وروسته هم د افغانستان ملاتړ ته دوام ور کړي.

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین لیکلي امریکا یو ځل بیا خو په جدي بڼه پر چین له دې امله نیوکې کړې چې د مسلکي روزنې د مرکزونو په نوم یې څه باندې یو میلیون مسلمانان په زندان کې ساتلي دي.

ورځپاڼه لیکي ځینې هغه کسان چې په دغو مرکزونو کې یې وخت تېر کړی د ربړونې او بد چلن کیسې کوي.

دوی ویلي ګڼ شمیر کسان په یوه ځای کې ساتل کیږي او د پوښتنو ګرویږنو پرمهال ربړول شوي او زور زیاتی ور سره شوی دی.

ورځپاڼه لیکي د اسیا لپاره د امریکا دفاع وزارت د پالیسۍ مسوول رنډال شرایبر ویلي اټکل دا دی چې په دغو مرکزونو کې نږدې درې میلیونه کسان ساتل کیږي.

جاپان کې بوډا وګړي

جاپان ټایمز ورځپاڼې په دغه هېواد کې په کورونو کې د یوازې اوسیدونکو عمر خوړلو کسانو د شمیر پر زیاتوالي اندیښنه ښودلې ده.

ورځپاڼه لیکي د وګړو او ټولنیز امنیت د ملي انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې په ۲۰۴۰ کال کې به د هغو جاپاني کورنیو شمېر چې عمر خوړلي کسان پکې اوسیږي څلور څلوېښت سلنې ته لوړ شي او د دغو کسانو شمېر به نږدې دوه ویشت نیم میلیونه ته لوړ شي او له دې ډلې ۴۰ سلنه به یې یوازې یو کس په یوه کور کې ژوند کوي.

ورځپاڼه لیکي د جاپان ټولنې او کورنۍ جوړښت جوړوونکي نورمونه اوس د ژوند څرنګوالي په بڼه کې د چټک تغییر له امله بدل شوي دي.

جاپان ټایمز ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې زیاتوي اړتیا ده چې په ملي، ښاروالیو او د ټولنو په کچه دولتي او خصوصي ادارې په ګډه کار وکړي چې په کورونو کې یوازې اوسېدونکي عمر خوړلي کسان له ټولنې سره اړیکي لري او ګوښي نه دي.

د ګل په شکولو زر ډالر جرمانه

ترکۍ ورځپاڼه ډیلي صباح لیکي چارواکو د دغه هېواد په لویدیځ ولایت مانیسا کې د یو ډول کم ساري ګل د را شکولو په مقابل کې درنه مالي سزا ټاکلې.

د دې پریکړې له مخې هرڅوک چې دا ګل وشکوي نو څه باندې شپیته زره لیرې چې له څه باندې لس زره ډالرو سره برابریږي، د جریمي په توګه ورکوي.

ورځپاڼه لیکي دا کم ساری ګل په کال کې یو ځل په پسرلي موسم کې غوړیږي .

د مانیسا والي ویلي دا ډیر ښایسته ګل دی او په طبیعي توګه را ټوکیږي او دا درنه مالي جریمه د دې لپاره ټاکل شوې چې د دې ګل د ورکېدو مخه ونیول شي.

دا ګل سور رنګ لري او خاټول ته ورته دی.