تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ننګرهار: جومات کې د چاودنې له کبله ۶۲ کسان وژل شوي دي
د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالۍ کې د جمعې لمانځه پر مهال لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي بي بي سي ته وویل، د هسکې مېنې جودرې سیمې په یوه جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال د چاودنې له کبله ۶۲ کسان وژل شوي او ۳۶ ټپیان دي. نوموړی وايي:
''د ننګرهار هسکې مېنې د مربوطاتو په یوه جماعت کې د جمعې لمانځه پر مهال داسې حال کې چاودنه وشوه چې یو رکعت لمونځ شوی و او دویم رکعت پیلېده. له بده مرغه دغه پېښه کې ۶۲ کسان وژل شوي او ۳۶ ټپیان دي. ۱۰ کسان چې برسېرن ټپیان وو، له درملنې وروسته کورونو ته استول شوي دي. ''
له دې مخکې د ننګرهار د عامې روغتیا ویاند ظاهر عادل وویل:
''داسې احتمال شته چې د مړو او ټپیانو شمېر ډېر شي، ځکه د جومات چت نړېدلی او خلک پکې ایسار پاتې شوي، موږ ته په راوړل شویو کسانو کې اووه یا اته ماشومان هم شامل دي او ۱۷ ټپیان مو حوزوي روغتون ته استولي دي. ''
د ننګرهار والي ویاند له بي بي سي سره خبرو کې پېښه تایید کړه او په وینا یې د چاودنې له کبله د جودرې سیمې د جومات چت په بشپړه توګه نړېدلی دی. هسکه مېنه له مرکز جلال اباده نژدې ۵۰ کیلومتره لرې پرته سیمه ده.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله دغه برید سخت غندل شوی دی. د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي:
''تروریستان او د دوی ملاتړي به هیڅ وخت هم پر جوماتونو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د بریدونو په ترسره کولو سره خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي، ځکه زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به دوی په هر ځای کې ولټوي او نابود به یې کړي. ''
تر اوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی. وسله والو طالبانو په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې دغه پېښه غندلې ده.
په جومات کې دغه برید داسې مهال شوی چې همدا پرون اکتوبر ۱۷ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما وویل، د روان زېږدیز کال تېرې درې میاشتې ملکي کسانو ته تر بل هر وخته ډېرې خونړۍ وې.
یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي په جولای، اګست او سپتمبر میاشتو کې څه باندې څلور زره ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د بي بي سي یوه څېړنه ښيي چې د روان کال اګست میاشت کې هره ورځ په اوسط ډول ۷۴ نارینه، ښځې او ماشومان په افغانستان کې وژل شوي دي. دغه څېړنه په ټول هېواد کې د ۶۱۱ امنیتي پېښو د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوې چې ۲۳۰۷ کسان پکې وژل شوي دي.