اردغان: ترکیه به سوریه کې خپل پوځي ماموریت بشپړوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، هېواد به یې په سوریه کې خپلو پوځي عملیاتو ته تر هغې دوام ورکوي چې هلته یې د یوې خوندي سیمې رامنځته کولو ماموریت بشپړ کړی نه وي. ولسمشر اردغان دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ په پلازمېنه انقره کې وکړې.

نوموړي وویل، د ترکیې د پوځي عملیاتو د درېدو لپاره باید د سوریې په شمال کې فعالې "ترهګرې ډلې " خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او له هغو سیمو یې ووځي چې ترکیه یې په خوندي سیمو بدلول غواړي.

بله خوا ټاکل شوې ده چې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس او د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د روان وضعیت په اړه د خبرو لپاره ترکیې ته ورسېږي.

له دې وړاندې د ترکيې ولسمشر د سوريې شمال کې د اوربند په تړاو د امريکا غوښتنه رد کړه او وايي دواشنگټن له خوا د لګول شويو بنديزونو سره سره د کوردي ځواکونو پر وړاندې به يې پوځي عمليات دوام وکړي.

په یوه جلا ګام کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ولسمشر اردغان ته بلنه ورکړې ده چې په راتلونکو ورځو کې مسکو ته ورشي او هلته ورسره په سوریه کې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي.

په همدې حال کې د سوريې له پاره د روسيې د ولسمشر استازى وايي ترکيه حق نه لري، چې په سوريه کې خپل ځواکونه د تل لپاره وساتي.

الکساندر لارونتيف دا خبره بيا تکراره کړه، چې روسيې د کردانو پرضد د ترکانو يرغل نه دى تاييد کړى او د مخکنۍ هوکړې له مخې ترکي ځواکونه کولى شي يوازې لس کيلومتره پورې د سوريې خاورې ته ننوځي.

داسې حال کې چې د سوریې شمال کې د ترک پوځ عملیات روان دي، روسیې ویلي، دوی به د سوریې او ترکیې پوځونه خپلمنځي نښتو ته نه پرېږدي. روسیه د سوریې ولسشمر بشارالاسد حکومت له مهمو متحدینو یو دی.

د سوریې لپاره د مسکو ځانګړی استازی الکساندر لاورینتيېف وايي: ''دا به هېڅ د زغملو نه وي... او له همدې کبله به موږ په هیڅ صورت د داسې کېدو اجازه ور نه کړو.''

ترکي چارواکي ادعا کوي چې د پولې له سیمې یې د کوردي ځواکونو پر شا تمبولو په موخه دغه عملیات پیل کړي دی. تر اوسه په نښتو کې لسګونه ملکي خلک وژل شوي دي او ملګري ملتونه وايي، لږ تر لږه ۱۶۰ زره کسان په سیمه کې له خپل کور کلي تښتېدلي دي.

ښاغلي لاورینتيېف متحدو عربي اماراتو ته د یوه سفر پر مهال د سوریې په خاوره کې د ترک پوځ عملیات د 'نه منلو وړ ' بللي.

نوموړي زیاته کړه، ترکي او سوریايي چارواکو په اړیکه کې دي چې د کوم احتمالي بحران مخه ونیوله شي.

له دې مخکې پرون سه شنبه د برتانیا حکومت وویل، په شمالي سوریه کې د ترکي پوځ عملیاتو له کبله پر انقرې د وسلو پلور جوازونه لغو کوي. د برتانیا پارلمان کې د وینا پر مهال د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب وویل، برتانیا به ترکیې ته د خپلو صادراتو 'کلکه او پرله پسې ' څارنه کوي.

نوموړي برتانوي پارلمان ته وویل: ''د داسې څه دي چې موږ یې له یوه اتحادي تمه نه کوله، برتانوي حکومت له ترکیې غوښتي چې د امکان تر حده باید له زغمه کار واخیستل شي او دغه یو اړخیز پوځي عملیات پای ته ورسوي. ''

دا مهال نژدې دوه میلیونه سوریايي کډوال ترکیه کې مېشت دي او انقره وایي، د عملیاتو یو هدف پولې ته نږدې سیمه کې د دغو کډوالو ځای پر ځای کولو لپاره (خوندي سیمه) رامنځته کول هم دي.

د دیپلوماتیکو چارو لپاره د بي بي سي خبریال جېمس لنډېل وايي، د دې پرېکړې معنا دا نه ده چې ګواکې برتانیا به له یوه مخه ترکیې ته هېڅ وسله نه صادروي، بلکې له شته جوازونو سره به صادرات دوام وکړي، خو دې سره به برتانیا د هغو اروپايي هېوادونو په کتار کې راشي چې وايي، د وسلو نورې سودا اجازه به نه ورکوي.

د وسلو سوداګرۍ مخالف کمپاین د شمېرو له مخې له ۲۰۱۳ کال راهیسې برتانیا پر ترکیې له یو میلیارد پاونډو د ډېر ارزښت پوځي وسایل پلورلي دي.

له سوریې د امریکايي ځواکونو وتل او د ترکیې برید نړېوال غبرګونونو پارولي دي ځکه د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه د داعش پر وړاندې د نړېوالو د ملاتړ څخه برخمن وو.

د ترکیې حکومت کردي جنګیالي ترهګر بولي او غواړي له سوریې سره له خپلې پولې نه کردان شاته کړي او هلته یوه خوندي سیمه جوړه کړي، چې وروسته به پکې سوري کډوالو ځای پر ځای کېږي.

په ترکیه کې اوسمهال شاوخوا ۳ میلیونه سوري کډوال مېشت دي.