تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټاکنو کمېسیون د دارلانشاء ځینو برخو کې لویې سرغړونې شته'
د افغانستان د حکومت اجرایه رییس او ولسمشرۍ ته د نوماند عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وايي چې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء ریاست د سالم ټاکنیز بهیر د مخته وړلو نیت نه لري.
په داسې حال کې چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون له ټولو ولایتونو د حساسو ټاکنیزو توکو د ترلاسه کېدو خبره کوي، خو د ښاغلي عبدالله ټاکنیزه ډله د ټاکنو کمېسیون د دارلانشاء د کارونو په اړه اندېښنې څرګندوي.
د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټېم د دفتر مشر علي احمد عثماني له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د دغه کمېسیون د کمېشنرانو کارونه ورته د منلو دي، خو د دارلانشاء د ریاست د فعالیتونو په تړاو جدي پوښتنې لري.
دی وايي: "د دارالانشاء په برخه کې ډېرې جدي او لویې پوښتنې شته، د دارالانشاء په ځینو برخو کې سرغړونې په لویه کچه دي، نو د دغه ریاست په اړه ورو- ورو دې پایلې ته رسېږو چې د ښو ټاکنو د سالم بهیر مخته وړلو نیت نه لري، دی خپله د ولسمشر له خوا ټاکل شوی، د ښاغلي غني د نیت په اړه باور لرو چې هېڅ وړ ګمارنه نه کوي."
ښاغلي عثماني ادعا لري چې د کمېسیون د معلوماتو په مرکز کې تقلبي رایې په چتکۍ سیستم ته دننه کېږي، خو د پاکو رایو کار ورو دی.
علي احمد عثماني تور پورې کوي چې په دې کې د کمېسیون د دارلانشاء د ریاست لاس دی، خو د ټاکنو کمېسیون د دالانشاء رییس د ده پر ریاست پورې شوي تورونه ردوي او وايي چې ټول تخنیکي ټېم د څارونکو تر څار لاندې په بې پلوۍ ټاکنیز بهیر پر مخ بیایي.
حبیب الرحمن ننګ بي بي سي ته وویل چې د ټولو بهیرنو د څارلو لپاره څارونکو ته تر بل هر وخت سمه زمینه برابره شوې.
ښاغلی ننګ وايي چې دی د یوه مشخص کس له خوا نه دی ټاکل شوی او هېڅ نوماند سره خواخوږي نه لري.
ټاکنو کمېسیون ته د ټولو ولایتونو حساس ټاکنیز توکي رسېدلي او دا بنسټ اوس د معلوماتو بانک د معلوماتو په لېږد بوخت دی.
ټاکنو کمېسیون ډاډ ښودلی چې د تلې په مه۲۷ یانې له دوو اونیو په کم وخت کې به لومړنۍ پایلې اعلان کړي.