تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ارګ ویاند د ټاکنو په اړه د کرزي څرګندونې رد کړې
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو په هکله د حامد کرزي دا څرګندونې ردوي چې د راتلونکې شنبې ورځې ټاکنې ممکن هېواد د بې ثباتۍ لور ته بوځي او له طالبانو سره د سولې چانس به هم لا ډېر وګواښي.
حامد کرزي د سې شنبې په ورځ له ایسوشېټېډ پرېس اژانس سره مرکه کې دا خبرې کړې دي.
خو د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ټوېټري پوسټ سره د نوموړي دا نظر رد کړی دی.
ښاغلی صدیقي لیکي: "د ټاکنو پرضد د هغه څرګندونې د دفاع وړ او توجیه نه لرونکې دي. ټاکنې به د یوه داسې بهیر پر لوري زموږ د خلکو هوډ وښيي چې خپل اساسي حقونه او د طالبانو د ستم شنډولو ازادي ولري."
نوموړی زیاتوي، افغان حکومت له حکومت بهر د ځینې سیاستوالو نظر ته درناوی لري، خو د اساسي قانون په رڼا کې د ولسواک نظام دوام په ټاکنو پورې تړلی دی.
ښاغلی صدیقي وايي، "د تلې پر شپږمه د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې حتمي دي او سیاستوال ددې پرځای چې اندېښنه وښيي، باید رایو اچولو ته خلک وهڅوي او د هېواد د اساسي قانون د ساتنې او په دې ملي بهیر کې خپل اساسي رول ولوبوي."
خو حامد کرزي ویلي ولسمشرۍ ټاکنې له طالبانو سره د سولې او د ۱۸ کلنې جګړې د ختمولو چانس لا نور ګواښي.
نوموړي ټاکنې د هغه کس سره ورته بللې چې د زړه ناروغي لري، خو څوک ترې د مرتان منډې غوښتنه وکړي.
د هغه په اند، جنجالي رایې ور کول چې له تاوتریخوالي سره به هم وي هېواد نور هم بې ټیکاوه کولی شی.
نوموړي خبرداری ور کړی، د مهالوېش له مخې د شنبې په ورځ ټاکنې دا بالقوه امکان لري چې هېواد لا ډېر کړکېچ، ناامنۍ او نقاق لور ته بیايي.
حامد کرزي سملاسي د سولې خبرو پیلېدو غوښتنه وکړه، چې یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ نه بلکې د دې وسلوالو او د افغان مشرانو او چارواکو ترمنځ هم وي.
بل خوا، د چارشنبې په ورځ د پخواني ولسمشر حامد کرزي، یونس قانوني، عطاء محمد نور، محمد محقق، د طالبانو د امارت پرمهال د مالیې وزیر اغا جان معتصم او د سیاسي ګوندونو نورو غړو هم په اوسني حالت کې ټاکنې مناسبې ونه بلل شوې.
د "سوله تر هرڅه لومړۍ اړتیا" په نامه دا ناسته د ملي اسلامي محاذ ګوند په کوربتوب جوړه شوې وه.
دې ناسته کې یونس قانوني وویل، سوله او ټاکنې دوه مهمې مسلې دي، خو له هرې مسلې سوله مهمه ده د سولې له لارې روڼې ټاکنې کېډلی شي او هم پرمختګ کېدلی شي.
د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور هم ورته خبرې درلودې او ویې ویل، چې نه کور، نو جومات، نه سړک خوندي وي، نو څنګه ټاکنې وشي.
هغه هم خپلو خبرو کې پر سوله ټینګار وکړ او ویې ویل چې د شعار په ځای د سولې لپاره عملي ګامونه پورته شي.
خو د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، د ټاکنو خوندیتوب ته ځانګړي شوي لسګونه زره امنیتي ځواکونه د رایې ورکونې ټولو مرکزونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د دغه وزارت ستر امنیتي مرستیال خوشحال سادات د ټاکنو کمیسیون له چارواکو سره یوې ګډې خبري ناستې ته وویل، د ټاکنو امنیت ته دوه اویا زره ځانګړي شوي ځواکونه په بشپړ ډول چمتو او سمبال شوي دي:
"امنیتي او دفاعي ځواکونو سره له نن نه په ټولو څلوردیرشو ولایتونو کې د رایې ورکونې د مرکزونو، د ټاکنیزو کمیسیونونو د دفترونو او ګودامونو امنیت ته ټول اړین تدابیر نیولي دي، امنیتي ځواکونه د ټاکنو ورځې او وروسته بیا مرکز ته د ټاکنیزو توکو د لیږد لپاره بشپړ چمتووالی لري، موږ تاسو ته ډاډ درکوو او هېوادوال هڅوو چې دې ملې بهیر کې ګډون وکړي."
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې چې ۱۸ نوماندان ورته ولاړ دي، راتلونکې شنبه کېږي.