ارګ: د ډیورنډ کرښې په اړه د افغان حکومت دریځ روښانه دی

د عکس سرچینه، GMIC
د افغانستان د ولسمشریزې مانۍ ویاند صدیق صدیقي پنجشنبه کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ډیورنډ "فرضي کرښې" په اړه یوازې د افغانستان خلک پریکړه کولی شي او نه حکومت، او په دې برخه کې د افغان حکومت دریځ ډېر روښانه دی. نوموړي وویل، حکومت د ډیورنډ کرښې په اړه د هېڅ ډول پرېکړې واک نه لري.
ارګ وروسته له هغې دا غبرګون ښیي چې پرون په تورخم کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دواړه هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ دا مهمه لاره هره ورځ ۲۴ ساعتونو لپاره پرانیستله.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون پر خواله رسنیو یو شمېر کسانو په دې مراسمو کې د ځینو افغان چارواکو پر ګډون، او پر هغه لوحه نیوکې وکړې چې د پاکستان لخوا نسب شوې وه.
په دغه لوحه کې په انګلیسي ژبه د Torkham Border Crossing کلمات لیکل شوي وو او همدا راز د ننګرهار ولایت والي شاه محمود میاخېل په مراسو کې ګډون کړی و.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د ننګرهار ولایتي شورا ځینو غړو او په خواله رسنیو کې یو شمېر کسانو په دې لوحه کې د بارډر یا پولې پر لیکلو نیوکې کړې.

د عکس سرچینه، KARZAI FACEBOOK
خو د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پنجشنبه کابل کې خبریالانو ته وویل، دې مراسمو هېڅ سیاسي بڼه نه درلوده او یوازې د پاکستان یوه اداري پروژه وه، او لوحه هم د پاکستان لخوا لیکل شوې وه.
ښاغلي صدیقي وویل:
"خلک باید پوه شي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د افغان حکومت دریځ معلوم دی او دوی باید هېڅ تېر نه ووځي، ځکه دا پریکړه یوازې د افغانستان خلک کولی شي او په حکومتونو پورې اړه نه لري".
نوموړی زیاتوي چې د ډیورنډ کرښې په اړه افغان حکومت پخوا هم ښکاره دریځ درلود اوس یې هم لري او په راتلونکې کې به یې هم لري.
خو پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي نن پنجشنبه کابل کې یوه خبري کنفرانس کې پر دې خبره خپګان وښود چې د ننګرهار والي او نورو افغان چارواکو پرون د تورخم مراسمو کې ګډون کړی و.

د عکس سرچینه، PTI TWITTER
نوموړي پر نسب شوې لوحه هم نیوکه وکړه چې د پولې یا سرحد کلمه پکې کارېدلې ده. ښاغلي کرزي وویل، د روانې جګړې له کبله پاکستان دا جرات پیدا کړ چې پر ډیورنډ کرښه اغزن تار تېر کړي.
د ننګرهار د ولایتي شورا مشر احمد علي حضر په خپلې فسبوک پاڼې لیکلي چې په تورخم کې د افغان_پاک پولې په نوم د ټرانزیټ پرانېستې مراسم ملي "خیانت" دی.
دی وايي په تورخم کې دا مراسم ولې ونیول شول؟ د تورخم دروازه نه منل شوې دروازه ده او دا د افغان حکومت له لوري هلته پلاوی لېږل په دې مانا دي چې دا رسمي کرښه ده.
د خواله رسنیو ځینو کاروونکو په تورخم کې د چارشنبې ورځې مراسم د ګندمک له تړون سره پرتله کړي او په دې اړه یې پر افغان حکومت نیوکې کړې دي.









