ټرمپ: پر طالبانو ګوزارونه اوس تر بل هر وخت ډېر ځپونکي دي

ولسمشر ټرمپ چې وړاندې یې د کابل برید د سولې په خبرو کې د کاذب برلاسي لپاره د طالبانو هڅه بللې وه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ چې وړاندې یې د کابل برید د سولې په خبرو کې د کاذب برلاسي لپاره د طالبانو هڅه بللې وه

ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې پر طالبانو ګوزارونه تر بل هر وخت اوس ډېر ځپونکي دي، نوموړي دا څرګندونې د افغان طالبانو په اړه یوه تازه ټویټري پیغام کې کړي او وايي طالبان پوهیږي چې د کابل وروستۍ برید د دوی یوه لویه تېروتنه وه.

دا څرګندونې پرداسې مهال مخې ته راځي چې د طالبانو یو مرکچي پلاوی مسکو کې دی.

روسي چارواکو ویلي چې د طالب پلاوي دا سفر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پیلیدا مهم والی جوتوي.

پر طالبانو د بې سارو سختو ګوزارونو د دوام په اړه د ولسمشر ټرمپ وروستۍ څرګندونې وروسته له هغه مخې ته راځي چې وړمه ورځ مسکو ته د طالبانو یوه ورغلي پلاوي د سولې خبرو اترو ته خپله لېوالتیا څرګنده کړه، خو ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټري پیغام کې ویلي چې طالبان پخوا هېڅکله له دومره سختو ګوزارونو سره نه و مخ شوي لکه اوس مهال چې ورباندې کیږي .

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا کابل کې شوي وروستي برید ته چې د یوه امریکايي سرتیري په ګډون ۱۲ تنه یې ووژل اشاره کړې وايي، طالبان پوه دي چې لویه تېروتنه یې کړې خو نه پوهېږي چې اوس څنګه ځان ورغوي.

ولسمشر ټرمپ چې وړاندې یې د کابل برید د سولې په خبرو کې د کاذب برلاسي لپاره د طالبانو هڅه بللې وه وايي، دا یو ښه اقدام نه وو او د خبرو اترو د پر مخ وړلو لپاره د ده په وینا نورې ډېرې ښې لارې هم شته.

که څه هم طالبانو د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلې خو د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مشر شېر محمد عباس ستانکزی د روسیې له ار ټي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې که امریکا جګړې ته دوام ورکول غواړي نو طالبان سل کاله نور هم جګړې ته دوام ورکولی شي.

ستانکزی وايي، که امریکا جګړې ته دوام ورکول غواړي نو طالبان سل کاله نور هم جګړې ته دوام ورکولی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ستانکزی وايي، که امریکا جګړې ته دوام ورکول غواړي نو طالبان سل کاله نور هم جګړې ته دوام ورکولی شي.

دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی ټرمپ د سولې دخبرو له لغوه کولو وروسته پر طالبانو د بې سارو بریدونو خبره کوي، نوموړي تېره اوونۍ هم ویلي و چې د خبرو د ودرېدو وروسته د څو ورځو په ترڅ کې پر طالبانو یې دومره سخت ګوزارونه کړي چې په تېرو لسو کلونو کې ساری نه درلود.

خو ځینو امریکايي رسنیو د ښاغلي ټرمپ ددغه څرګندونو ته په اشاره ویلي و چې د پوځ مرکزي قوماندانۍ او کابل کې د امریکا په مشرۍ د ماموریت دفتر که څه هم د ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې نه دي رد کړي خو داسې شمېرې یې هم نه دي ورکړي چې د ولسمشر ټرمپ د دغې وینا پخلۍ وکړي.

خو دا جوته ده چې سږکال د هوايي بریدونو کچه ډېره شوې او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینټ مک کینزي هم افغانستان د خپل سفر په ترڅ کې ویلي و چې د سولې د خبرو د پاتې راتلو وروسته ډېره شونې ده چې پر طالبانو بریدونه ډېر شي.