د افغان ځواکونو له خوا د ۴ وروڼو وژلو توند غبرګون پارولی

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د افغان ځواکونو 'صفر دوه' قطعې تېره شپه د ننګرهار ښار په مرکز جلال اباد کې پر یوه کور چاپه اچولې او څلور وروڼه یې وژلي دي، چې حکومت پلوه بلل کېدل.
پېښه د جلال اباد ښار ۴ ناحيه مجبور اباد سيمه کې د ملي امنيت ۰۲ قطعې عملياتو کې ۴ ورورڼه په خپل کور کې وژل شوي دي.
سیمه کې د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزی وايي، چې ځواکونو له دې کور پنځه کسان له ځان سره وړي دي.
که څه هم دې ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي د داعش اړوند څلور کسان یې په یوه چاپه کې وژلي، خو د ننګرهار اداره یوه اعلامیه کې وژل شوي شهیدان بولي.
د والي ویاند عطاء الله خوږياڼی له بي بي سي سره خبرو کې وايي، چې دا مسله له مرکز سره شریکه شوې ده.
"صفر دوه ځواکونو تېره شپه عملياتو پر مهال څلور تنه شهيدان کړي، موضوع مرکز سره شريکه شوې او ترې د جدي قانوني چلند غوښتنه شوې".
د نوموړي په خبره، د ننګرهار والي دا مسله له افغان ولسمشر اشرف غني او د ملي امنیت لوی مشر سره شریکه کړې ده او ترې غوښتي یې دي چې د پېښې څېړلو لپاره یو پلاوی جلال اباد ته واستوي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار په دې پېښه خواشیني ښودلې او وايي، وژل شویو وروڼو کې یو له نوموړي سره دغه جرګه کې سلاکار و:
"په شهيدانو وروڼو کې شهيد قاضي عبدالقادر صديق له ماسره په مشرانو جرګه کې د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله چې يو نيک سيرته، وطندوسته او دروند خويه انسان و، څلور واړه وروڼه هر يو شهيد قاضي قادر، شهيد عبدالصبور، شهيد بهادر او شهيد جهانزېب لوستي، په وطن مين او ددې خاوري خواخوږي زلميان و رب دې شهادت قبول کړي".
د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند عبدالله عبدالله ډلې هم د یوې اعلامیې خپرولو سره د ننګرهار پېښه غندلې او د پېښې له عاملانو یې د ځواب غوښتنه کړې ده.
سلګونو ځايي خلکو دغه د څلورو وروڼو مړي د اعتراض په ډول د ننګرهار ولایتي ادارې مخ ته وړي او له حکومت غوښتنه کوي چې عاملان یې د قانون منګولو ته وسپاري.
دوی وایي وژل شوي ځوانان حکومت پلوه وو او هم یې دولتي دندې درلودې.

د دوی په خبره، دې ځواکونو چې د امریکا ملاتړ ور سره شوی د دې وژل شویو سره ډاګي (صحرايي) محکمه کړې ده.
یو مظاهره چي وايي، مظاهره کې يې ځکه ګډون کړی چې ممکن بېګا دی هم کور ته لاړ شي او ووژل شي.
له معترضو خلکو سره په ولسي جرګه کې د ننګرهار یو استازی عبدالرووف شپون هم شامل دی او هغه وايي، چې دا به د دې ځواکونو وروستي عملیات وي:
یا به شپون هم ددې خلکو سره ښخوئ، یا به تر هغه زه د دې وژل شویو پوښتنه کوم، چې څومره مې د وکیل په حیث وس رسېږي.
نوموړي پر امریکایانو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې دوی افغانستان کې وي دا وینې به بهېږي.
"تر نن وروسته مو نه غواړو. د دې مظلومانو ګنا څه وه".
له دې وړاندې هم ننګرهار کې د صفر دوه قطعې په عملیاتو کې ولس ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
دې پېښې ته خواله رسنیو کې هم پراخ غبرګون ښودل شوی، ځینو ان دا عملیات ترهګري بللې ده.
مدني فعال او لیکوال ارشاد رغاند لیکي:
"زما باور نه راځي، چې صبور زاخېلوال دې شهید شوی وي. نور وروڼه یې هم زموږ ملګري وو، خو صبور د بنډار مالګه او خورا خوږ انسان و. داسې وحشتونه په ځلونو- ځلونو وشول، بې پوښتنې او بې پایلې پاتې شول. دا پېښه باید بې پوښتنې پاتې نه شي، موږ تور و سپین معلومول او راته قناعت راکول غواړو"
بل مدني فعال او خبریال غازي عابد دا پېښه ستر وحشت بللی او زیاتوی: "داسې وحشتونه د يوه حکومت ملاتړ سره د عام ملت علاقه کموي او دا داسې درک شي چې لکه دا کارونه چې په لوی لاس کيږي. يعنې اصل کې حکومت په دا ډول پيښو سره هره ورځ په تدريجي ډول خپلې پښې په تبر وهي. وحشت کوونکي به خدای پاک همداسې نه پريږدي".
تېره میاشت د پکتیا زرمت کې هم د افغان ځانګړو ځواکونو له عملیاتو وروسته د ۱۱ کسانو جنازې د اعتراض په ډول ګردېز ښار ته وړل شوي وې.
که څه هم ولایتي چارواکو ویل چې دې عملیاتو کې وسلوال طالبان وژل شوي، مګر ولسي خلکو ویل چې وژل شوي ټول محصلان او ښوونکي و چې د اختر تېرولو لپاره کورونو ته تللي وو.
وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا هم ومنله چې په هغو عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو زیاتوي چې وسله وال طالبان هم پکې وژل شوي دي.
یوناما هم د دې ۱۱ ولسي وګړو د وژل کېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې وه.









