تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل ښاروالۍ د ونو پرې کولو له کبله امریکایی شرکت جریمه کړی
کابل ښاروالۍ د هوايي ډګر پر واټ د ۲۴ ونو پرې کولو په غبرګون یو امریکايي امنیتي شرکت نږدې اتیا زره ډالره جریمه کړی.
د کابل ښاروالۍ د هرې ونې د روزنې چارو، لګښت او عمر له ارزونې وروسته دا شرکت ۵ اعشاریه ۷ میلیونه افغانۍ چې نږدې اتیا زره امریکايي ډالر کېږي جریمه کړي.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا د برخې مشر شیرشاه امیري وايي، د امنیتي تلاشۍ په خاطر دا کار له امنیتي بنسټونو سره په همغږۍ، خو د ښاروالۍ سره په بې همغږۍ ترسره شوی دی.
د ښاروالۍ په وینا د نهمې او لسمې ناحیې ترمنځ په دې سیمه کې د سکېنر جوړولو چارې هم د دې سیمې اوسیدونکو له اعتراضونو وروسته ځنډول شوي.
د کابل په ښار کې دې کار په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د سیمې اسیدونکي هم نن د پنجشنبې په ورځ د اعتراض په بڼه دې واټ ته رواتلي وو.
د محب الله په نوم د سیمې یو اوسیدونکی وايي، د ونې د پرې کولو په غبرګون به دوی چاته د څه جوړولو اجازه ورنه کړي.
د کابل ښاروالۍ هم دا مني چې ونې پرې کوونکو د ښاروالۍ لباس څخه په استفادې دا کار کړی، خو وايي، دوی په کې نه دي ښکېل او اوس دلته د سکېنرو د جوړولو چارې هم درول شوي دي.
د 'لکي ډیانا' په نوم امریکايي شرکت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د کابل امنیه قوماندان روشندل بي بي سي ته وویل، دا سیمه د ګرین زون یا شنې ساحې اړوند ده چې په کې امنیتي سکېنر لګول کېږي.
ښاغلی روشندل وايي، د سکېنرو لګولو قرارداد د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتو برخه کوي.
د کابل ښار په زرغونتیا دا وخت تر ډېره ټینګارکېږي، تردې چې هر پسرلی د ټولنیزو رسنیو کارکوونکي 'یوه ونه زما او یوه ونه د وطن لپاره' کمپاین چلوي، خو د دغو ونو پرې کولو چارې بیا سخت غبرګونونه راپارولي دي.
خلکو تر ډېره د ښاروالۍ فعالیت ننګولی او دا چاره يې لکه د کورنیو جګړو پر مهال د ونې له پرې کولو سره پرتله کړی دی.