ټرمپ: طالبانو سره له هوکړې وروسته به هم افغانستان کې پوځیان پرېږدو

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ له فاکس نیوز راډیو سره په یوه مرکه کې ویلي، له وسله والو طالبانو سره له هر ډول هوکړې وروسته به هم امریکا په افغانستان کې خپل ۸۶۰۰ پوځيان پرېږدي. نوموړی دا خبره په داسې وخت کې کوي چې دوحه کې د امریکایي پلاوي او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو نهم پړاو دوام لري.

په دې خبرو کې د طالبانو تر ټولو مهمه غوښتنه دا ده چې امریکا دې له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو لپاره مهالوېش اعلان کړي.

پخپله ولسمشر ټرمپ هم بیا بیا ویلي چې غواړي امریکایي پوځیان له افغانستان وباسي او په دې هېواد کې د امریکا ۱۸ کلنه جګړه ختمه کړي.

خو د پنجشنبې پر ورځ وریټرز او اې اېف پي خبري اژانسونو د ولسمشر ټرمپ له قوله لیکلي چې په افغانستان کې د امریکا یو نه یو ډول پوځي حضور اړین دی. ولسمشر ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي چې په افغانستان کې استخباراتي شتون ته اړتیا شته.

نوموړي ویلي: "موږ په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کموو. خو تل به هلته موجود اوسو. لوی استخباراتي حضور به ولرو. وروسته به بیا ګورو چې څه کېږي ".

دا مهال کابو ۱۴ زره امریکایي پوځیان په افغانستان کې مېشت دي، چې شاوخوا پنځه زره یې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې فعاله برخه لري.

د امریکا یوه بل جګپوړي پوځي چارواکي جنرال جوسف ډنفورډ هم پرون چارشنبه ویلي وو، لا ډېر وختي دی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې وشي.

بل لور ته په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند سهیل شاهین وایي، د افغان سولې په هکله د دې ډلې او امریکايي پلاوي ترمنځ نن بیا خبرې کېږي. د سهیل شاهین په خبره، تېره شپه د دې ډلې مرستیال مشر ملا برادر د افغان سولې لپاره د امریکايي استازي زلمي خلیلزاد سره خبرو کې ښکېل و.

نوموړي پنجشنبه سهار پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د دواړو لورو دا خبرې د شپې تر دوه نیمو بجو روانې وې:

"په مهمو ټکو پرمختګ وشو. سبا د ورځې یوه بجه بله ناسته لرو".

د ملا برادر او ښاعلي خلیلزاد دا وروستۍ لیدنه په داسې مهال ده چې تېره سې شنبه په دوحه کې سرچینو بي بي سي ته منلې وه چې افغان طالبان او امریکايی پلاوی د سولې خبرو کې د خپلمنځي هوکړې پر متن سره سلا شوي.

هغه مهال دوحه کي د طالبانو د دفتر ویاند ویلي، په چارشنبه به هم له امریکايي پلاوي سره د هوکړې پر سر خبرې روانې وي چې په وینا یې ژر به افغانانو ته یو ښه زېری وړاندې کړي.

زلمي خلیلزاد هم سه شنبه بي بي سي ته ویلي وو چې دی به ژر کابل ته لاړ شي، خو نوموړی لا هم په دوحه کې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی.

د څارونکو په بارو، کابل ته د خلیلزاد سفر ځنډېدل او په خبرو کې د ملا برادر شتون ښیي چې یا خو دواړه لوري تړون ته نږدې شوي، او یا هم له داسې اختلافي ټکو سره مخ دي چې د دوی خبرې یې لا ډېرې وغځولې.

په ورته مهال کابل کې د امریکا سفیر جان بس پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، "موږ او افغانان د طالبانو خبرو ته غوږ شو، که عمل ته یې وګورو؟"

نوموړي ویلي:

"طالبان وايي، سوله غواړو او یوې موافقې ته چې جوړجاړي ته لار هواروي، نږدې یو، خو په دا مهال مخابراتي شبکې او نور تاسیسات ورانوي، چې افغانان پرې تیه دي ".

د جان بس غبرګون په خوست کې د سلام مخابراتي شرکت پر یوه مرکز د طالبانو له برید وروسته راغلی. طالبانو تېره دوشنبه وویل، چې له دې وروسته به سلام مخابراتي شبکه او پرسونل یې په نښه کړي.

وسلوالو طالبانو یوه اعلامیه کې ویلي، دا شرکت د دې ډلې د شرکتونو او موسسو د کنټرول او تنظیم کمېسون له پرلپسې خبرداریو سرغړونه کوي، ځکه به یې مرکزونه او ډانګې یا پایې په نښه شي.

خو په غبرګون کې یې د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوژۍ وزارت وایي، د سلام مخابراتي شرکت چارې به ونه ځنډول شي.

د دې وزارت سرپرست فهیم هاشمي خبري غونډې ته وویل، د دې شرکت د بېخ بنسټونو یا زېربناو او کارمنانو د امنیت لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول کېږي.