د افغانستان لس کلن طالب او افغان جنګیالي سولې ته تږي دي

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان تېره شل کلنه روانه جګړه هر کال زرګونه قربانیان اخلي او د هرې ورځې په تېرېدو لا وینې لړلي کیږي، پداسې حال کې چې د سولې روانو خبرو د جګړې د پای ته د رسېدو او سولې هیلې را ټوکولي، خو د سولې په روانو خبرو کې هر لوری د خپلو ګټو د ساتلو هڅه کوي خو د دغو خبرو په پرېکړو کې د هرې ګړۍ ځنډ د جګړې په کرښه کې د سرتېرو او طالبانو د وینو په بیه تمامیږي.

افغان ځواکونه او وسله وال طالبان چې له نژدې دوه لسیزو راهیسې یو بل ته لاس په ماشه دي او د سولې د روانو خبرو په اړه خپل برداشتونه لري.

بي بي سي د افغانستان په شپږو هغو ولایتونو کې چې پکې جګړه توده ده د سولې او جګړې په اړه داسې طالب جنګیالي او د افغان ځواکونو سرتېري غږولي چې له نږدې یوې لسیزې راهیسې په دوامداره توګه په جګړو بوخت دي.

د محمد ابراهیم په مستعار نوم د بلخ ولایت په یوه ناامنه ولسوالۍ کې د یوې ډلې طالب جنګیاليو مشر پداسې حال کې چې د څو نورو وسله والو کسانو لخوا بدرګه کیده له بي بي سي سره په خبرو کې دا جمله بیا بیا کاروله:

"مونږ او تاسې ورځ په ورځ شهیدان ورکوو ورځ په ورځ ځوانان ختمیږي، ښځې کونډې کیږي خو چې سوله راشي دا به ډېره بهتره وي، که ډیموکراسي نه وي، کفري نظام نه وي مونږ سولې ته ژمن او منتظر یو"

بلخوا د هېواد په سوېل زابل ولایت کې یوه طالب ډلګي مشر چې نه يي غوښتل غږ او نوم يي خپور شي د سولې او جګړې په اړه بل اړخ بیانوي.

دی وايي سره له دې چې په جګړه بوخت دي د سولې په اړه خبرو ته هم له بل هر وخته ډېر په تمه دي.

دغه طالب جنګیالی وايي د دوی تر واک لاندې سیمو جوماتونو کې د جنګ د ختم لپاره ډله ییزې دعاګانې کیږي.

دی وايي اوس غیرت نیولی او د ژوند تر پایه يي د جګړې ملا تړلې خو که سوله وشي بیا به کله هم وسله پورته نه کړي.

د افغانستان په شمال ختیځ یوه بل ولایت کې د ولسوالۍ د مرستیال په کچه یو لوړ پوړي طالب جنګیالي بي بي سي ته وویل، وسله وال يي لکه د نورو عامو وګړو په څېر له جګړو ستړي دي خو دی د هغو شرایطو برابرېدو ته هم سرې کرښې راکاږي چې له امله يي وسله پورته کړې.

"د جګړې هیڅوک ندي پلوي اول زه او بیا زمونږ نور خلک خو چې داسې سوله راشي چې په نتیجه کې يي بهرنیان ووځي او زمونږ په کونډو، ښځو او ټولو عوامو ظلم نه وي، داسې حکومت راشي چې په راس کې يي شرعي نظام وي بیا مونږ هم غواړو چې خپل عادي ژوند پیل کړو او خپل وطن او ولس ته له نورو لارو خدمت وکړو."

خو په همدې ولایت کې چې د طالبانو دا مرستیال ولسوال پکې فعاله او په دومداره توګه د جګړو شاهد دی یوه حکومتي سرتیري بي بي سي ته وویل له جنګه ندی راضي خو وايي د خپلې خاورې او خلکو څخه د دفاع په خاطر دې لیکې ته راغلی:

دا افسر چې د تېرو ۱۲ کالونو راهیسې د ملي اردو په لیکو کې دی وايي جګړې دواړه لوري، له کور او کلي لرې کړي:

"مونږه نظامیان د دې لپاره چې زمونږ په وطن کې نارامي ده ان تر یوه کاله پورې کور ته نشو تلای ځکه چې په لارو کې خطر وي خو که سوله راغله او روغه جوړه وشوه د وطن هر ځای ته به تلای شو او هر وخت چې وغواړو د خپلو خپلوانو او کورنۍ خدمت ته ولاړ شو تلای به شو."

د طالب او حکومت پلوه ځواکونو تر منځ د جنګ جګړې دا لړۍ له تېرو نژدې دوه لسیزو راهیسې روانه ده او ډېر کله خو داسې هم شوي چې د یوې کورنۍ یو ځوان د طالبانو او بل هغه يي د افغان ځواکونو په لیکو کې وژل شوی.

طالب او حکومتي ځواکونه چې د جګړو له لیکو څخه د ټولې کورنۍ یا څو وروڼو د وژل کېدو زړه بوږنونکي داستانونه هم لري ایا شوني ده چې یوه ورځ یو بل وزغمي او له جګړو لاس واخلي؟

۳۹ کلن فیروز خان په فاریاب ولایت کې د عامه نظم ساتنې یو له هغو قوماندانانو څخه دی چې د تېرو ۱۱ کالونو راهیسې يي د افغان دولت په ننګه وسله پورته کړي ده له بي بي سي سره په خبرو کې له جګړې وروسته وضعیت ته په اشارې وویل:

"زما شپږ وروڼه او پلار شهیدان شوي لکه څنګه چې مونږ قربانۍ ورکړي همداسې مو طالبان هم وژلي خو چې سوله راشي دا خبرې ختمیږي، مونږ، طالبان او خلک نور د دې وژنو او وینو څخه ستړي شوي یو. دوی چې راشي که تر منځ مو هره ستونزه وي مونږ هر څه بخښو"

له دې ټولو سره افغان سرتیرې د ځينو طالب چارواکو هغو ویناوو هم ویرولي چې د خپل مقابل لوري د وسله وال ځواک د منحل کیدو یا پاشل کیدو په اړه يي کړي وې، طالبانو که څه هم وروسته د خپلو خبرو وضاحت ورکړ خو په ختیځ ننګرهار ولایت کې یوه ۳۰ کلن ځوان افسر بي بي سي ته وویل د سولې په خبرو کې د ملي اردو بقا د ده یو مهم شرط دی.

"مونږه داسې سوله غواړو چې د افغانستان په خیر وي او زمونږه هم پکې خیر وي، داسې سوله چې زمونږ قربانۍ پکې هېرې نشي مونږ دلته شهیدان ورکړي او ډېر زیات یتیمان لرو".

داسې ښکاري چې د جګړې د کرښې افغان ځواکونه تر ډېره د سولې په اړه یوه خوله دي خو د طالبانو د لیکو ځينې وسله وال وايي که په سوله کې د دوی د ډلې اصلي شرطونه عملي نشي دوی به بیا هم جګړې ته دوام ورکړي، ځينې نور بیا د امریکا په نیت شک لري ځکه نو د افغانانو تر منځ خپل منځي خبرې د ستونزو د حل لپاره مهمې بولي.

د حکومت او طالبانو په ننګه دا جنګیالي د عقیدې، هېواد څخه د دفاع، د کورني ژوند د تامین لپاره د میاشتني معاش او ځينو په خپلو سیمو کې د مجبوریتونو له کبله جګړه ییز چاپیریال ته مخه کړي او وسلې يي اخیستي، خو ډيری هغه چې بي بي سي ورسره خبرې کړي وايي د جګړې پرېښودل سخت خو ناشونۍ کار ندی.