تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دوحې خبرې: بحثونه ان تر نیمې شپې دوام کوي
په دوحه کې د د بي بي سي خبریال حسیب عمار وايي، پرون شنبه د وسله والو طالبانو د استازو او امریکایي پلاوي ترمنځ تر نیمې شپې خبرې روانې وې.
نوموړي چې کله د خبرو ځای پریښود، د شپې یوه بجه وه. طالب او امریکايي استازي په خبرو بوخت وو او د سولې په خبرو کې د امریکا استازي زلمي خلیلزاد هم ګډون درلود.
د افغان پلاوي، چې حکومتي او غیر حکومتي کسان به پکې وي، او طالبانو ترمنځ د "بین الافغاني" خبرو لپاره د افغان د حکومت له خوا د تلونکي پلاوي د ترکیب پر موضع لاهم تود بحث روان دی.
د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته وویل چې تېره شپه په دې اړه خبرې روانې وې چې د بین الافغاني خبرو لپاره باید څومره کسان له طالبانو سره کیني؟
خو بل لور ته افغان حکومت تر دې دمه د خپل مرکچي پلاوي نومونه نه دي اعلان کړي، او ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، کله چې د خبرو ځای او نېټه مالومه شوه نو حکومت پلاوی او ترکیب به یې اعلان شي.
حسیب عمار وايي، د ورځې په لړ کې یی څو ځله پام شو چې دواړه پلاوي به په جلا جلا ډول په خپلو کې سره غږېدل.
د بي بي سي خبریال زیاتوي چې هغه څه چې د خبریالانو پام یې ځان ته اړولی و، د دوحې په دې ډیپلوماټیکه ناسته کې د امریکايي پوځي چارواکو شتون و.
د پنجشنبې پر ورځ چې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د نهم پړاو خبرې روانې وې، د افغانستان د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ګډون پکې درلود.
ده ده شتون هماغه خبره تائیدوي چې دواړه خواوې پرې ټینګار کوي، او هغه دا چې خبرې برخلیک ټاکونکې پړاو ته رسېدلې او د دواړه پلاوي یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه او د طالبانو ژمنې چې افراطي ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې د امریکا او ملاتړو پر وړاندې به د افغانستان خاوره وکاروي، په وروستیو میاشتو کې د دواړو لورو تر منځ د خبرو اترو مهمه اجنډا وه.
د بي بي سي خبریال وايي چې د دواړو خواو له خبرو داسې بریښي چې اوس د دوو مسئلو په اړه هوکړه وروستۍ شوې او مذاکره کوونکي د نورو مسئلو په اړه خبرو ته چمتو شوي دي.
څو اونۍ وړاندې، د افغانستان حکومتي چارواکو وویل چې د خبرو اترو لپاره د پلاوي غړي ټاکل شوي، خو د دې کسانو نومونه یې نه دي افشا کړي. ځینې په دې باور دي چې اصلاً حکومت کې ښکېل کسان د خپل پلاوي پر ترکیب خپلو کې هوکړې ته نه دي رسېدلي.
تر ننه پورې طالبان چمتو نه دي چې د افغانستان د حکومت له استازو سره رسمي خبرې وکړي.
څارونکي په دې باور دي چې "بین الافغاني" خبرې به ستومانوونکې، ستونزمنې او اوږدې وي او ممکن د طالبانو او امریکايي استازو له مذاکراتو هم ډېر وخت ونیسي چې شاوخوا لس میاشتې یې دوام وکړ.
په بین الافغاني خبرو کې به پر دایمي اوربند، د افغانستان راتلونکی سیاسي نظام، ټولنې ته د وسله والو طالبانو ور ګډېدل، انتقالي عدالت او د ښځو پر حقونو بحث کېږي.