تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پېښور کې د افغان بیرغ پورته کوونکی خوشې شوی
خیبر پښتونخوا کې هغه افغان زلمی بېرته خوشې شوی چې د پېښور په بورډ بازار کې د پاکستان د خپلواکۍ په جشن کې یې د افغانستان بیرغ پورته کړی و. ددې کار له امله هغه څو ورځې وړاندې نیول شوی و.
یوې پاکستانۍ ورځپاڼې ویلي، نعمت الله د پیښور یوې محکمې د ۹۰زرو کلدارو په ضمانت خوشې کړی.
د نوموړي مدافع وکیل، سلیم شاه هوتي ورځپاڼې ته ویلي، د سیمې د پولیسو افسر نشو کولای چې د هغه دوسیه رسمي کړې، ځکه د قانون په بنسټ دا واک یوازې سیمه ییز مرکزي حکومت لري چې دده پروړاندې دوسیه پرانیزي.
افغان زلمی نعمت الله چې د اګسټ په ۱۴مه یې د پېښور په بورډ بازار کې په لویه دړه د افغانستان بیرغ لګولی و، وروسته د پاکستان پولیسو نیولی او زندان ته یې بیولی و.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، دوی د پرلپسې هڅو وروسته نوموړی د دغه هېواد له مرکزي زندان نه رسما خوشې کړی دی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی.
پاکستان کې د افغانستان د سفارت چارواکي وايي، نوموړي له افغانستان سره د سپېڅلې مینې له امله د هېواد ملي بیرغ په پېښورښار کې زړولی و او هېڅ کوم بل هدف یې نه درلود.
پېښور کې د بي بي سي خبریال رحمان الله ویلي و چې پولیسو د نعمت الله خلاف دوسیه ثبت کړې او د هغه لګولی بېرغ یې ښکته کړی دی.
پر خواله رسنیو د دغه افغان تصویر خپرونکو ویلي چې افغان بیرغ د بورډ بازار سیمه کې پر یوه سوداګریزه لوحه ټومبل شوی و.
ځايي پولیسو ادعا کړې چې دغه ځوان د افغان سوداګرو او ځايي خلکو تر منځ اختلاف ته د لمن وهلو هڅه کړې او ځکه یې نیولی و.