د عکسونو البوم: کابل کې د ودونو تالار کې چاودنه

د افغانستان د پلازمېنې کابل لوېدځ شپږمې ناحیې اړوند شهر دوبۍ په نامه د ودونو تالار کې تېر ماخوستن چاودنه شوې چې د کورنیو چارو وزارت په وینا، د ښځو او ماشومانو په ګډون، لږ تر لږه ۶۳ کسان وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان دي.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شهر دوبۍ په نامه دا هوټل د کابل ښار لوېدیځ شپږمه ناحیه کې دی.
کابل

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، چاودنه ماسخوتن شاوخوا لس نیمې بجې شوې
چاودنه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چاودنه د سالون په هغه برخه کې شوې ده چېرې چې د واده زلمی ناست و.
کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په چاودنه کې د ۶۳ کسانو د وژل کېدو او د ۱۸۲ نورو د ټپي کېدو خبر تایید شوی دی.
کابل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، تر اوسه کومې ډلې ددغې چاودنې مسؤولیت نه دی منلی
کابل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د تېرې شپې د واده تالار کې د ۱۳ وژل شویو مړي د کابل لوېدیځ دوغ اباد هدیره کې خاورو ته وسپارل شول.
کابل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سیمې خلک وايي ټول وژل شوي ځوانان دي. په دې وژل شویو کې دوه ماشومان تر ۱۰ کم عمر لري.
کابل
د عکس تشریح، د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي دا پېښه یو جنګي جنایت بللې او وايي چې هېڅ د توجیه وړ نه دی.

.