تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ارګ: د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسره کېدو کې هېڅ شک نشته
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پنجشنبه کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو په اړه باید هېڅ شک موجود نه وي. نوموړي ټینګار وکړ چې امریکا او اروپایي ټولنه د دې ټاکنو ملاتړ کوي او حکومت یې ترسره کولو ته ژمن دی.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه، د افغانستان نړیوال مشروعیت باید هېڅکله تر پوښتنې لاندې نه وي او د افغان حکومت په نړیوالو ژمنو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
د ده په وینا، د افغان حکومت هڅه دا ده چې په افغانستان کې با عزته سوله او ثبات راشي. نوموړي زیاته کړه، بهرني ځواکونه د افغانانو په خوښه په افغانستات کې مېشت دي.
بل لور ته په کابل کې د برتانیې سفارت اعلان کړی چې هېواد یې د افغانستان د ټاکنو ملاتړ په توګه اته میلیونه پونډه (۹،۷ میلیون ډالره) مالي مرسته اعلان کړې ده.
د یاد سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د برتانیې د نړیوالې پراختیايي ادارې د ملګرو ملتونو د ټاکنو نه د ملاتړ پروګرام ته دغه پیسې ورکړي چې د افغانستان د ټاکنیزو کمیسیونونو د تخنیکي ملاتړ مسولیت لري.
په افغانستان کې د برتانیې سفیره الیسون بلک وايي:
"زه خوښه یم چې برتانیه ددې مرستې له لارې کوای شي ددې ډیموکراټيک بهیر ملاتړ وکړي. برتانیه په افغانستان کې د ټاکنو له ترسره کېدو کلک ملاتړ کوي ترڅو د افغانستان خلک وکوای شي د خپل هېواد راتلونکې کې خپل برحقه ونډه واخلي."
تېره ورځ په افغانستان کې اروپايي ټولنې هم په یوه ټويټ کې له ولسمشریزو ټاکنو سیاسي ملاتړ په توګه ویلي و چې د ولسمشرۍ ټاکنې د کاندیدانو د ټاکنو ترڅنګ له ارزښتونو دفاع ده.
دې ټولنې زیاته کړې چې د تلې په ۶مه (سپټمبر ۲۸) د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې به د خلکو لپاره داسې موکه وي چې د ډیموکراسي ملاتړ څرګند او د سیاسي رهبري مشروعیت پیاوړی کړي.
برتانیې افغانستان کې پر 'معتبرو' ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو ټینګار کړی او زیاته کړې يې ده چې پروخت ټاکنې د افغانستان د باثباته او ډیموکراټيکې راتلونکې لپاره یو بل ګام دی.
کابل کې د برتانیې سفیره وايي، ددې بهیر د ملاتړ لپاره د افغان دولت او نړیوالې ټولنې د مالي ژمنو هرکلی کوي.
نوموړې وايي، هېواد به یې په افغانستان کې له خپلواکو ټاکنیزو بنسټونو اوږدمهاله ملاتړ ته دوام ورکوي.
افغانستان د ټاکنو لپاره څومره پیسې پکار دي؟
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولین وايي، د دوی د اټکل له مخې د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لومړنی لګښت به ۱۹۲ میلیونو ډالرو ته ورسېږي.
د دغه کمېسیون یوه غړی مولانا محمد عبدالله وايي، د نړیوالو ادارو تر څنګ به افغان حکومت هم د دغه لګښت یوه برخه پر غاړه واخلي. هغه وايي:
''دغه دواړه سرچینې همکارې دي، خو د دوی همکارۍ د ټاکنو کمېسیون له لوري د لګښتونو مشخصې طرحې پورې تړلې دي.''
له دې مخکې ویل شوي وو، چې د ټاکنو لپاره د لګښت پیسو موندلو کې ستونزې شته او تمویلونکو ادارو خپلې مرستې په دغه بهیر کې په اصلاحاتو پورې تړلې دي.
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې به له پروګرام سره سم د روان کال تلې یا میزان میاشتې پر شپږمه نېټه کېږي.
د افغانستان پارلماني ټاکنو لګښت چې د تېر کال تلې میاشت کې وشوې، ۱۲۰ میلیونه ډالره و، چې ۱۱ میلیونه یې افغان حکومت ورکړ.
د افغان ټاکنو ډېر لګښت د ټاکنیزو موادو پر پېرلو او د تجهیزاتو پر لېږدولو او دغه راز د ټاکنو بهیر کارکوونکو پر حق الزحمه کېږي.