تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان ولسمشریزې او ولایتي شوراګانو ټاکنې وځنډېدې
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی چې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنې چې د غزني ولایت پارلماني ټاکنې هم پکې ترسره کېږي د ۱۳۹۸ کال د تلې تر شپږمې نېټې وځنډېدې.
په یوې خبرې غونډې کې د دغه کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل، ټاکنې په هغه نېټه چې ورته ټاکل شوې وه نه شي ترسره کېدای.
مېرمن نورستانۍ زیاته کړه د ټاکنو نېټه یې ځکه ځنډولې چې 'روڼتیا رامنځته شي او د رایې ورکوونکو نوم ثبتونه په خوندي ډول ترسره شي. '
سږ کال د مرغومي میاشت کې د ټاکنو کمېسون کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو، د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې له خپلې پخوانۍ ټاکلې نېټې د دریو میاشتو لپاره وځنډېدې چې د لمریز کال سرطان یا چنګاښ یا د ۲۰۱۹ کال جون کې به ترسره شي.
وړاندې تر دغه د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی و چې ولسمشرۍ ټاکنې به د وري پر ۲۱ یا د اپرېل پر ۲۰ ترسره شي.
سرچینې بي بي سي ته ویلي ول چې د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو د نوم ثبتونې ورو بهیر د دې ټاکنو د ځنډېدو یو لامل دی، خو د اوسني ځنډ لامل یې 'رونټیا راوستل او د رای ورکونکو د نوم ثبتونې خوندي بهیر 'ښودل شوی دی.
مېرمن نورستانۍ پر نوې نېټې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره له حکومته د همکارۍ او د بودیجې د منظورولو غوښتنه وکړه.
۱۸ نوماندانو خپل نومونه د ولسمشریزې سیالۍ لپاره ثبت کړي.
وروسته له هغه چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون نویو غړیو په کار پیل کړی دا تر ټولو مهم اقدام دی.
د ولسي جرګې تر ټاکنو وروسته چې پایلې یې ډېرې وځنډېدې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دواړو کمېسیونونو ټول غړي له کاره لېرې کړل.
تر دې وړاندې د ټاکنو د ځنډېدو پر سر د امریکا او روسیې ترمنځ لفظي شخړې وروسته له هغه وشوې چې د روسیې بهرنیو چارو وزارت وویل ګواکې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د امریکايي 'فشار ' له کبله ځنډول شوې دي.
د امریکا سفارت دغه ځنډ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه وبلله او د روسي چارواکي څرګندونې یې رد کړې.
یو شمېر کارپوهان د ټاکنو ترسره کېدل له وسله والو طالبانو سره د سولې له ترسر کېدونکو خبرو سره تړلې بولي.