اروپا ته د امان الله خان لومړی سفر

د عکس سرچینه، Getty Images
امان الله خان د ۱۹۲۷ کال د نومبر مياشتې پر ۱۵ نېټه له ۳۱ تنو سره چې ملکه ثريا، د کابينې ځينې غړي او ژباړونکي ورسره مله وو د کندهار له لارې اروپا ته خپل لومړنی سفر پيل کړ.
له اوو مياشتو اوږده سفر وروسته د ۱۹۲۸ کال د جون پر لومړۍ نېټه کابل ته بېرته ستون شو.
افغان پاچا لومړی د چمن له لارې کوټې او بيا د برتانيا تر ولکې لاندې هند ته ولاړ، له درې ورځني سفر وروسته د ممبی بندر ته ورسېد، له دې ځایه د عدن بندر او وروسته يې د کښتۍ له لارې مصر ته سفر وکړ. د برتانيا تر ولکې لاندې هند او د اوبو له لارې د دې سفر لګښت برتانوي هند پر غاړه اخيستی و.
په دغه سفر کې افغان پاچا او ملکې له مصر، ايټاليا، فرانسې، سويس، بلجيم، جرمني، برتانيا، هنګري، روسيې او ترکيې څخه ليدنه وکړه. له ترکيې ايران ته ولاړ او دوې اوونۍ په تهران کې د رضا شاه مېلمه و.
امان الله خان د ځمکې له لارې موټر کې چې خپله يې چلاوه له مشهد څخه هرات، بيا کندهار او وروسته کابل ته ورسېد.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان پاچا د مصر سکندريې د بندر له لارې ايټاليا ته ولاړ، د دې هېواد پلازمېنې روم کې يې له باچا ويکټور ايمانول او لومړي وزير بنينو موسليني سره وليدل. په واټيکان کې يې له پاپ تيوس سره هم ليدنه وکړه.
له پاريس څخه يې د بلجيم پلازمېنې بروکسل او سويس ته سفر وکړ. له دې ځايه د جرمني پلازمېنې برلين ته ولاړ. د جرمني ولسمشر فون هنون بورګ د افغان پاچا هرکلی وکړ.
د اروپايي هېوادونو پلازمېنو کې له بريتانيا د خپلواکۍ اخيستو له امله د امان الله خان په لوړو رسمي مراسمو هرکلی کېده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
امان الله خان له مانش کانال تېر او د برتانيا په جنوب کې د کلې ښار ته ورسېد. د بريتانيا پاچا پنځم جورج يې په بکېنګهم ماڼۍ کې په لوړه کچه تود هرکلی وکړ.
د افغانستان ځوان پاچا غوښتل چې په لندن کې د يوه خپلواک هېواد د ولسمشر په توګه څرګند شي او له لندن سره مستقيمې دپيلوماتيکي اړيکي ولري. تر دې مهاله افغانستان له لندن سره د برتانيايي هند له لارې اړيکي نيولې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
له اروپا څخه د بېرته ستنېدو پر لاره امان الله خان د نوې ترکيې له بنسټګر کمال اتاترک سره وليدل او يوه اوونۍ يې په انقره کې تېره کړه. د اسيايي هېوادونو په نظر امان الله خان د خپلواکۍ سمبول و.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، ullstein bild Dtl.
افغانستان ته د بېرته راګرځېدو پر لاره امان الله خان له پولنډه مسکو ته سفر وکړ. امان الله خان د پخواني شوروي انقلاب له مشر سره و نه کتل. د شوروي اتحاد ولسمشر ميخايل ګالينين په کرملين ماڼۍ کې د افغان پاچا استقبال وکړ.
امان الله خان په دې سفر کې په لومړي ځل په لندن، پاريس، روم او برلين کې د سفارتونو ودانۍ واخيستې او پرانیستنه يې وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
.








