د سولې په تړاو د ازبکستان له وړاندیزه د طالبانو هرکلی

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

ازبکستان ته د طالبانو تللي پلاوي د هغه هېواد د یوه وړاندېز هرکلی کړی چې د سولې په تړاو به د افغانانو خپل منځي غونډې کوربه توب د ازبکستان په سمرقند ښار کې کوي. د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوي د ازبکستان د بهرنیو د چارو وزیر په ګډون له یو شمېر نورو چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي دي.

بل خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند بي بي سي ته ویلي تمه لري چې له امریکا سره به یې روانې خبرې څو ورځو کې پای ته ورسېږي او په راتلونکو دوو اونیو کې به د افغانانو بله خپل منځې ناسته تر سره شي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوی خبر پاڼه کې ویل شوي له طالب پلاوي سره د بهرنیو چارو د وزیر عبدالعزیز کاملوف په کتنه کې ملا برادر د ازبکستان د هغه وړاندیز هر کلی وکړ چې د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو لپاره یې کړی.

ازبکستان ویلي چمتو دی چې دغه خبرې په تاریخي ښار سمر قند کې ترسره شي، خبرپاڼه زیاتوي چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د یوې تل پاتې سولې او سیاسي بهیر په اړه خبرې وشوې، خو په دې اړه یې ډېر تفصیل نه دی ورکړی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، ملا برادر ټینګار وکړ چې افغانان باید پرېښودل شي څو خپل راتلونکی وټاکي، تمه ده طالب پلاوی یې نن د ازبکستان د کورنیو چارو له وزیر سره هم وګوري.

ازبکستان د افغانستان هغه ګاونډی دی چې د سولې په چاره کې د منځګړیتوب لپاره لیوالتیا ښودلې، تېر کال مارچ میاشت کې هم تاشکند د افغان سولې په تړاو د یوې غونډې کوربه و. خو طالبانو په دغه غونډه کې برخه نه لرله.

طالب پلاوی داسې مهال ازبکستان ته سفر کوي چې ویل کېږي د امریکايي او طالب استازو تر منځ په روانو خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی او دواړه لوري د دې کېدونکي هوکړې د عملي کولو پر لارو چارو خبرې کوي.

د دې هوکړې له بشپړېدو سره تمه ښودل شوې چې د افغان حکومت د استازو په ګډون د افغانانو تر منځ خبرې پیل شي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په همدې تړاو بي بي سي ته ویلي چې تمه لري امریکا سره یې روانې خبرې څو ورځو کې پای ومومي او په راتلونکو دوو اونیو کې د افغانانو تر منځ خبرې پیل شي.

نوموړي بي بي سي ته زیاته کړې، د اوربند په اړه هم افغانانو سره دې غونډه کې خبرې او پرېکړه کېږي.

امریکا په مشروط ډولې منلی چې له طالبانو سره د هوکړې په پاېله کې له افغانستان څخه خپل سرتیري هېواد ته ستنوي.

له افغان دولت سره مخامخ خبرې، اوربند او دا چې افغانستان به بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلیږي، د دې شرطونو په توګه یاد شوي دي.