تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"بهرنیو چارو وزارت کې ګڼ شمېر ګومارنې ناقانونه دي"
په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې یوې خپلواکې ادارې ویلي، د بهرنیو چارو وزارت د ګومارنو په پروسه کې قانون نه دی مراعت شوی.
د دې بنسټ په راپور کې راغلي، د بهرنیو چارو وزارت د ګومارنې سیستم ناسم دی او روڼوالی نه لري.
"میک" د بهرنیو چارو وزارت کمزورې اداري پالیسۍ ته په اشارې وايي، له سلو ډېر ډیپلوماټان چې دندې یې پایته رسېدلې دي، بېرته هېواد ته ندي راستانه شوي.
خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي له بي بي سره په خبرو کې د اداري فسار پر وړاندې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې موندنې یو اړخیزه او سیاسي بللې دي.
یاد وزارت دا راپور له نیمګړتیاو ډک بولي او ردوي يي.
د اداري فسار پر وړاندې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې موندنې ښيي چې، د بهرنیو چارو وزارت تګلارې، طرحې او قوانین د لاسوهنو له امله ندي پلي شوي.
دا بنسټ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تورنوي چې ګومارنې يي رڼې ندي او په وار - وار يي قانوني تګلارې ماتې کړې دي.
د دې کمېټې کمېشنر باري سلام وايي، په بهرنیو چارو وزارت کې د ګومارنو په تړاو د شکایتونو د څېړنې کومه اداره هم نشته. د ده په وینا، دی وايي دا چاره د نورو هېوادنو پر وړاندې د افغانستان په سیاستونو هم ژور اغېز لري.
ښاغلی باري وایي:
"د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سیاسي دستګاه په توګه، هر وخت ترې د امتیاز اخیستنې او او امتیاز ورکونې په توګه ګټه اخیستل شوې. کارکوونکي د رسمي مرحلو له تېرېدو پرته ګومارل کېږي. ډېر شمېر چې ما یې دلته شمېر شریک کړ، د کانکور بهیر له تېرولو پرته ګومارل شوي دي. دوی له غیري رسمي شبکو راځي نو طبعي ده چې د وزارت رهبرۍ ته به هم ځواب ویونکي نه وي".
د مېک د مالوماتو پر بنسټ، د ۲۰۱۱ زیږدېز کال څخه بیا تر ۲۰۱۷ کال پورې د بهرنیو چارو وزارت په ګومارنو کې له نږدې نیمايي کارکونکو د کانکور ازموینه نه ده اخیستې او کله بیا په ازموینو کې داسې کسان هم بریالي شوي چې په بهرنیو ژبو کې ناکام شوي وو.
د دې کمېټې مالومات ښيي چې د بهرنیو چارو وزارت ۶۸ تنه کارکوونکي چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کالونو کې ګومارل شوي وو دندې يي سږ کال پیل کړې دي.
میک دغه راز وايي چې له سلو ډېر ډیپلوماټان چې بهر کې یې ماموریت پای ته رسېدلی و بېرته افغانستان ته نه دي راغلي.