وردګو کې د سوېډن کمېټې روغتیايي فعالیتونه بېرته پیل شوي

د عکس سرچینه، AFP
په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې پنجشنبه ویلي وو، ښايي افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي، طالبان وايي وردګو کې یې بندو شوو روغتیايي مرکزونو ته بېرته د فعالیت اجازه ورکړې ده.
د سوېډین کمېټې د پروګرامونو مسؤول احمد خالد فهیم بي بي سي ته وویل، وردګو کې د دغې کمېټې روغتیايي فعالیتونو ته بېرته اجازه ورکړل شوې، چې سر له سبا (شنبه، جولای ۲۰مه) به خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.
نوموړی وايي، په وردګو کې د سوېدن کمېټې د فعالتیونو پنځه ورځني بند کې هره ورځ شاوخوا ۵۷۰۰ ناروغان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي وو.
ښاغلي فهیم تېره ورځ وردګو ولایت کې د طالبانو له خوا ددغې کمېټې د روغتیايي فعالیتونو بندولو په غبرګون کې خبریالانو ته وویل "پر روغتیايي مرکزونو بریدونه او یا یې بندول د بشري حقونو د اصولو خلاف کار دی".
سوېډن کمېټه وايي، په میدان وردګو ولایت کې د ولایتي روغتون په ګډون ټول ټال ۷۷ روغتونونه او کلېنیکونه لري.
درې ورځې وړاندې سوېډن کمېټې اعلان وکړ، چې په میدان وردګو ولایت کې یې خپل ۲ روغتیايي مرکزونه تړلي دي.
خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ (جولای ۱۹مه) پر ټویټر یوه خبرپاڼه کې ویلي، "په میدان وردګو کې ټولو بندو شویو روغتیايي مرکزونو ته بېرته د فعالیت اجازه ورکړل شوه''.
سوېډی کمېټې ویلي وو، طالبانو دا ګام وروسته تر هغه اخیستی، چې تېره اونۍ افغان امنیتي ځواکونو میدان وردګو کې پر یوه روغتون شپنۍ چاپه واچوله چې د وردګو د والي په وینا، څلور روغتیايي کارکوونکي پکې ووژل شول.
د افغانستان لپاره د سوېډن مؤسسه وايي، ددغو مرکزونو په تړل کېدو سره هره ورځ کابو شپږ زره ناروغان له درملل کېدو پاتې کېږي.
دغه کمېټه وايي، طالبانو په روانه اونۍ کې رسماً له سوېډن کمېټې غوښتي وو چې خپل مرکزونه بند کړي.
تېره اونۍ افغان امنیتي ځواکونو د وردګو دایمیرداد ولسوالۍ سیدانو تنګي کې پر یوه روغتون شپنۍ چاپه واچوله، چې څلور کسان پکې ووژل شول او یو تر اوسه تری تم دی.

د عکس سرچینه، swedishcommitteeforafghanistan
سیدانو تنګي کې پر روغتون تر برید وروسته، د بشري حقونو د څار سازمان وویل، پر روغتون بریدګر افغان ځانګړي ځواکونه باید محاکمه شي.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي وو، په وژل شویو کې د یوې کورنۍ یو سرپرست او درې نور روغتیايي کارکوونکي دي.
د روانې چنګاښ میاشتې پر ۱۶ او ۱۷قطر کې د طالبانو او له کابله د ورغلي پلاوري ترمنځ بین الافغاني ناستې پایله کې هوکړه وشوه چې د مذهبي بنسټونو، روغتونونو، تعلیمي بنسټونو، بازارونو، د اوبو بندونو او د کاروبار د ځایونو په ګډون باید په ټول هېواد کې د عام المنفعه بنسټونو د ساتلو ضمانت وشي.










