تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'طالبانو وردګو کې لسګونه روغتیايي مرکزونه تړلي'
د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې ویلي، د کابل په څنګلوري وردګو ولایت کې طالبانو ددغې کمېټې د ۴۲ روغتیايي مرکزونو د تړلو امر کړی. خو د قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه د سویډن کومیټې دا ادعا رد کړې ده.
دغه کمېټه وايي، طالبانو دا ګام وروسته تر هغه اخیستی، چې تېره اونۍ افغان امنیتي ځواکونو میدان وردګو کې پر یوه روغتون شپنۍ چاپه واچوله چې د وردګو د والي په وینا، څلور روغتیايي کارکوونکي پکې ووژل شول.
خو د قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه د سویډن کومیټې دا ادعا رد کړې ده او وایي، د یادې کومیټې په کارونو کې کومه ستونزه نشته.
سهیل شاهین هم په خپل ټویټ کې د افغان پوځ هغو عملیاتو ته اشاره کړې چې څو ورځې وړاندې یې په ودرګو کې څو تنه روغتیایي کار کوونکي وژلي وو او وایي چې د افغان پوځ دا "جنایت " پټېدلی نشي.
د چارشنبې په ورځ (چنګاښ ۲۶مه) د سوېډن مؤسسې په یوه خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو دا پرېکړه د وردګو ولایت سلګونو وګړو روغتیايي خدمتونو ته لوی ګوزار دی، په تېره بیا هغه خدمتونه چې ښځو او ماشومانو ګټه ترې اخیسته.
د افغانستان لپاره د سوېډن مؤسسه وايي، ددغو مرکزونو په تړل کېدو سره هره ورځ کابو شپږ زره ناروغان له درملل کېدو پاتې کېږي.
په افغانستان کې د سوېډن مؤسسې مشر سوني منسون ویلي، د طالبانو له خوا د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو امر ګڼ وګړي له روغتیايي خدمتونو محروم کړي چې دا له نړیوال بشردوستانه قانون ښکاره سرغړونه ده.
منسون د دغو مرکزونو د بېرته ژر پرانیستلو غوښتنه کړې او په افغانستان کې یې د جګړې له دواړو غاړو غوښتي چې د عامو وګړو ژوند ته پام وکړي.
دغه کمېټه وايي، طالبانو په روانه اونۍ کې رسماً له سوېډن کمېټې غوښتي وو چې خپل مرکزونه بند کړي.
تېره اونۍ افغان امنیتي ځواکونو د وردګو دایمیرداد ولسوالۍ سیدانو تنګي کې پر یوه روغتون شپنۍ چاپه واچوله، چې څلور کسان پکې ووژل شول او یو تر اوسه تری تم دی.
سوېډن کمېټه وايي، اوسمهال له ټولو ښکېلو غاړو په تېره بیا له طالب مشرانو سره په اړیکه کې ده چې دغه مرکزونه بېرته ژر پرانیستل شي.
سیدانو تنګي کې پر روغتون تر برید وروسته، د بشري حقونو د څار سازمان وویل، پر روغتون بریدګر افغان ځانګړي ځواکونه باید محاکمه شي.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي وو، په وژل شویو کې د یوې کورنۍ یو سرپرست او درې نور روغتیايي کارکوونکي دي.
د روانې چنګاښ میاشتې پر ۱۶ او ۱۷قطر کې د طالبانو او له کابله د ورغلي پلاوري ترمنځ بین الافغاني ناستې پایله کې هوکړه وشوه چې د مذهبي بنسټونو، روغتونونو، تعلیمي بنسټونو، بازارونو، د اوبو بندونو او د کاروبار د ځایونو په ګډون باید په ټول هېواد کې د عام المنفعه بنسټونو د ساتلو ضمانت وشي.