تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کندهار: د سړک غاړې مین چاودنه کې ۱۳ ملکیان مړه او ۳۳ ژوبلېدلي
له کندهاره رپوټونه وايي چې په خاکریز ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې لږ تر لږه ۱۳ملکیان وژلي دي او ۳۳ نور یې ژوبللي. سیمه ییز چارواکي وايي چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
د کندهار والي حیات الله حیات وویل موټر مازدا ډوله و چې ټول مساپر یې ملکیان ول. ده د چاودني پړه پر وسله والو طالبانو ورواړوله، خو تراوسه یې چا مسولیت نه دی منلی.
په مړو او ټپیانو کې ماشومان او ښځې شته چې پکې څو میاشتنی کوچنی هم وژل شوی. د پېښې قربانیان د کندهار ښار روغتون ته لېږدول شوي.
په دې وروستیو کې ملکي وګړو ته د مرګژوبلې لوړو شمېرو د ګڼو کورنیو او بهرنیو بنسټونو اندېښنې راټوکولي، چې ځینې د جګړې پر مهال، ځینې په بمباریو او ځینې هم د چاودنو له امله مړه او ټپیان شوي.
ځینې سرچیني وایي چي د موټر ټوله سپرلۍ د هلمند اوسېدونکي ول او د خاکرېز ولسوالۍ ته د زیارت لپاره تللي ول، چې موټر یې پر ماین برابر شوی.
په خاکریز ولسوالۍ کې د شاه مقصود آغا په نامه زیارت دی چې د افغانستان له بېلابېلو سیمو خلک ورځي.
پرون بیا د میدان وردګو ولایت ځایي چارواکو په جغتو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د وژلو ادعا وکړه خو اوسېدونکو یې ویل چې په شپنیو عملیاتو کې ټول ملکي وګړي وژل شوي.
د میدان وردګو د ولايتي شورا مشر اخترمحمد بي بي سي ته ويلي په جغتو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په بريد کې د پنځو ملکیانو په ګډون اتلس کسان وژل شوي دي.