افغان ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۸ نوماندانو باورلیکونه ترلاسه کړل

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو ۱۸ نوماندانو ته باور لیکونه ورکړل. دغو ټاکنو ته دوه نیمې میاشتې پاته دي.

د دغه کمیسیون چارواکي وایي، د ټاکنو د بودیجې د چمتو کیدو ترڅنګ د دغه بهیر عملیاتي چارې له مهالویش سره سمې روانې دي.

د باور لیکونو د ورکړې دې مراسمو کې څو نوماندانو لکه محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، محمد حنیف اتمر او ګلبدین حکمتیار ګډون نه و کړی چې په ځای یې مرستیالان یا استازي کمیسیون ته ورغلي ول.

کمیسیون ته د دغو څېرو نه ورتګ د یوشمېر نورو ټاکنیزو ټیمونو غبرګون هم وپاراوه، خو چارواکو ویل، د دوی په تصویب شوې تګلاره کې دا راغلي چې د نوماند استازی کولای شي د خپل نوماند باور لیک ترلاسه کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د حکومت او مرستندویه هېوادونو لخوا د بودیجې د چمتو کیدو هرکلی کړی او وایي، د ټاکنو ټوله بودیجه څه باندې ۱۴۹ میلیون ډالره ده چې څه باندې ۹۰ میلیون ډالر یې د افغان حکومت او پاتې برخه یې د مرستندویه هېوادونو لخوا چمتو شوې ده.

په تېرو څو ټاکنو کې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان حکومت د دغه بهیر له نیمایي زیات مالي لګښت ته اوږه ورکوي.

د ټاکنو کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات بي بي سي سره په خبرو کې د ټاکنیزو تابیاو خبره تازه کړه او ویې ویل، د بودیجې په چمتو کیدو سره د دغه بنسټ لویه اندېښنه لېرې شوې.

ولسمشریزو ټاکنو ته په نژدې کیدو سره د ۱۸ نوماندانو له ډلې یو شمېر هغو وخت له مخکې ټاکنیز کمپاینونه هم پیل کړي دي.

په دې وروستیو ورځو کې د ځینو ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ د اېتلاف او یو ځای کیدو په اړه ګنګوسې دي، داسې ویل کیږي چې ګواکې د محمد حنیف اتمر، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار ټاکنیز ټیمونه غواړي خپلو کې سره یو شي. خو د ښاغلي حکمتیار د ټاکنیز ټیم غړی همایون جریر وایي، د دوی ترمنځ اېتلاف د ټاکنو بهیر کې د روڼوالي د ټینګښت په موخه جوړېږي، نه دا چې یوه نوماند دې بل ته د تېریدو نیت کړی وي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ټاکنو کې د ښځو پر ګډون د ټینګار ترڅنګ له نوماندانو غواړي چې له وخت مخکې له ټاکنیزو کمپاینونو ډډه وکړي.

ټاکل شوې د راتلونکې اسد میاشتې په پنځمه ټاکنیز کمپاینونه رسما پیل شي.

د شمېرو له مخې په ټول افغانستان کې د رایې اچونې څه باندې ۵۳۰۰ مرکزونه مشخص شوي خو د امنیتي ستونزو له کبله د یو شمېر مرکزونو د تړل پاتې کیدو په اړه هم اندېښنې ټوکېدلي دي.