دوحه کې بین الافغاني ناسته په ګډې اعلامیې ختمه شوه

په دوحه کې د وسله والو طالبانو، د افغان حکومتي چارواکو، سیاست والو او مدني فعالانو ترمنځ دوه ورځنۍ بین الافغاني ناسته دوشنبه ماسخوتن ناوخته د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ختمه شوه. په دې ناسته کې د افغان حکومت یو شمېر چارواکو، طالبانو، افغان سیاست والو او مدني فعالانو ګډن کړی و.

په ګډه اعلامیه کې ټولټال اته مادې راغلي، چې پکې په افغانستان کې د اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو پر خوندیتوب، د سولې لپاره د خبرو پر دوام ټینګار، د جګړې پر ښکېلو غاړو د سختې د ژبې د نه کارولو غږ، پر ملکي تاسیساتو او ولسي ځایونو د بریدونو نه ترسره کولو او په ټوله کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه شوې ده.

د اعلامیې په پای کې پر نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او ګاونډیو هېوادونو غږ شوی چې د دې ګډې اعلامیې ملاتړ دې وکړي.

دوحه کې د بي بي سي خبریال اسماعیل سعادت وایي، ښکېلو اړخونو ورته ویلي چې پر ځینو موضوعاتو له اختلاف سره سره ټولو خواو د یو بل خبرو او نظرونو ته غوږ نیولی او ځینو هوکړو ته هم سره رسېدلي دي.

په دې ناسته کې متین بېګ، نادر نادري او شهرزاد اکبر هغه درې کسان وو چې دا مهال په افغان حکومت کې دندې لري، خو دوحه کې یې د افغان حکومت استازولي نه کوله.

د طالبانو په استازیتوب هم ګڼو کسانو په دې ناسته کې ګډون کړی و. دا ناسته د جرمني او قطر هېوادونو په ګډ کوربتوب جوړه شوې وه او د افغانانو د خپلمنځي خبرو په لړ کې درېیمه ناسته وه.

بله خوا د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال او په دوحه کې د روانو بین الافغاني خبرو ګډونوال حاجي دین محمد له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، په دې خبرو کې د طالبانو له دریځه داسې ښکاري چې دا ډله په افغانستان کې د اوسني نظام برخه جوړېدل نه غواړي.

حاجي دین محمد وویل، داسې ښکاري چې د طالبانو دریځ کې بدلون راغلی او د نجونو د تعلیم په څېر مسایلو سره اوس مخالفت نه کوي، او دا ټينګار هم نه کوي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه یا ادارې دې په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي.

دنوموړي په وینا، د تېرو ناستې پرتله د دې بین الافغاني ناستې یو توپیر دا و چې که څه هم دلته د حکومت په استازیتوب څوک نه وو راغلي خو د حکومت نظر یې وویلو.

هغه زیاته کړه چې دې ناسته کې د نظر اختلاف هم ډېر و، پوښتنې په ازاده توګه کېدلې او ځواب یې هم په خلاص لاس ورکول کېده.

نوموړي بي بي سي ته وویل:

"که څه هم طالبان د ټوکې په انداز وايي که ټول نظام زموږ شي لا به ښه شي، "زه خو چې ورته ګورم د اوسني نظام د برخې په توګه خو نه راځي، یا به په یوه ګډ نظام کې راځي، خو بل شکل یې دا دی چې یوازې دوی به وي او نور افغانان به ورسره شریکېږي، بل دا دی چې هم به دوی وي او هم به نور افغانان وي، چې پر دې وروستي شکل یې بحث کېدای شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون دوحه کې د دې ناستې په اړه خوښي څرګنده کړې وه.

د جرمني او قطر په کوربتوب جوړې شوې دې ناستې کې د پخوانۍ هوکړې له مخې د ګډونوالو برخه اخیستنې شخصي او انفرادي بڼه درلوده.

په دې ناسته کې د طالبانو له اړخه یوې ۱۷ کسیزه ډلې ګډون وکړ. له کابله په ورغلي پلاوي کې ځیني پخواني او اوسني چارواکي هم شامل وو.