ایا افغان حکومتي مشران او طالبان سولې ته سره رسېدلای شي؟
- Author, سکندر کرماني
- دنده, بي بي سي
یو کال مخکې د یوه ناڅاپي اوربند پر مهال افغان ځواکونو او طالبانو وسله پر ځمکه کېښوده او د اختر مراسم یې په ګډه ولمانځل. خو داسې حال کې چې د هېواد د راتلونکي په تړاو خبرې روانې دي، ایا هغوی چې یوه بل ته نژدې شول، د تل لپاره نژدې کېدای شي؟
د ۲۰۱۸ کال جون میاشت کې دغو کسانو چې له ډېرې مودې راهیسې د یوه بل وژلو پسې ګرځېدل، یو بل په غېږ کې ونیول او ګډ سيلفي تصویرونه یې وکښل. له هغه وروسته د سولې خبرو یوه بهیر پیل شو، چې پام وړ پرمختګ یې کړی دی.
د ننګرهار هغه وخت والي حیات الله حیات هم له هغو کسانو یو و چې د حکومت له وسله والو مخالفانو سره یې ولیدل.
دی له طالبانو سره د یوه داسې لاریون په مخکې روان و، چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ او د طالبانو سپین رنګه بیرغونه یې لېږدول. ښاغلي حیات په ډېر ویاړ سره راته وویل:
''۲۳۰طالبان مې مېلمانه وو او کله چې زما ځای ته راتلل، یو یې هم نه دی تالاشي شوی. ''
ښاغلی حیات ته څو ځله طالبانو کمین نیولی، چې دی روغ ترې وتلی او وايي، تېرو څو کلونو موده کې یې له ۵۰ ډېر نژدې همکاران وژل شوي دی.

د عکس سرچینه، HAYATULLAH HAYAT/FACEBOOK
نوموړی مني، په لومړي سر کې اندېښمن و، چې ښايي مېلمانه یې برید پرې وکړي دی وايي (شخصاً اندېښمن وم) خو په وینا یې د افغانانو لپاره د سولې پر اهمیت د ټینګار لپاره دا کار مهم و (که د سر په بیه هم وي.)
تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان جګړه کې د امنیتي ځواکونو ۴۵۰۰۰ کسان وژل شوي دی، خو په یوه لویه خونه کې ښاغلي حیات او همکارانو یې له هغو لسګونو طالبانو سره ولیدل چې په غیږ د روغبړ لپاره ورته کتار ولاړ وو.
دې کې یو ځوان وسله وال هم و، چې غواړي د پېژندګلوۍ پټ ساتلو لپاره یوازې د (خنجر) په نامه یاد شي. ده د بي بي سي له یوه خبریال سره د هغې ورځې یاد داسې تازه کړ:
'موږ په خوشحاله زړونو یوه بل ته د اختر مبارکي ورکړه، والي مې په غېږ کې ونیو او نیکې هیلې مې ورته څرګندې کړې. '
د خنجر په خبره د (جګړې میدان) یوازینی ځای دی چې دوی دواړو به یو بل پکې لیدل، خو که اوس له والي سره مخامخېږي، څه به کوي؟ خنجر څرګند دریځ لري:
'که مشران اجازه راکړي، روغبړ ورسره کوم، خو که هغوی د جګړې امر راته وکړي، جګړه کوم. '
له هغه اوربند لږ وروسته په قطر کې چې طالبان پکې سیاسي دفتر لري، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې، خو تر اوسه پورې طالبان د افغان حکومت له استازو سره له لیدو انکار کوي چې دوی یې ګوډاګیان بولي.
بل لور ته پر یکشنبه په قطر کې (بین الافغاني) غونډه کې طالبان او یو شمېر افغان سیاستوال سره ویني. داسې ګومان کېږي، چې یو شمېر حکومتي کسان به هم په دغه غونډه کې ګډون وکړي، خو ویل کېږي دوی به په (شخصي حیثیت) هلته ګډون کوي.
ښاغلی حیات وايي، پروسږ کال یې له طالبانو سره لیدنه کې له هغوی وپوښتل چې څنګه خپله جګړه توجیه کوي:
'یوازینی دلیل چې دوی راته ووایه، په هېواد کې د بهرنیو پوځونو شتون په تړاو و او ما ورته وویل، که سوله وشي او یوې هوکړې ته ورسېږو، بهرني پوځیان به ووځي، دوی ځکه دلته ځکه دي چې د افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ دی، او نړۍ ته له افغانستانه خطر متوجه دی. '

د عکس سرچینه، HAYATULLAH HAYAT/FACEBOOK
او د دوی ځواب څه و؟
'دوی ویل، پرېکړه نه شي کولای او(دوی) باید په دې اړه له خپلو مشرانو سره مشوره وکړي) خو نوموړي زیاته کړه (دوی ویل دوی به تر هغه وخته جګړه کوي چې په هېواد کې بهرني پوځیان شته. '
ښاغلی حیات په دې باور دی، چې خبرو یې پر طالبانو اغېز کړی، خو نوموړی وايي، په دې کې د حکومت د هغو پلویانو لپاره هم درس شته چې طالبان د ګاونډي پاکستان لپاره په نیابتي جګړه تورنوي:
'له اوربنده مخکې ډېرو افغانانو فکر کاوه، چې موږ له طالبانو سره نه شو یو ځای کېدای، خو هغو دریو ورځو اوربند ثابته کړه چې طالبان د همدې ټولنې یوه برخه دي او موږ له دوی سره یو ځای ژوند کولای شو. '
نوموړی وايي، د ده په باور ځینې داسې طالبان شته، چې ښايي( ایډیالوجیکل) دریځ ولري، له مرکزي بهیره ګوښي وي او له کبله یې پر طالبانو نیوکې هم کېږي چې د بریدونو له کبله یې ملکي خلکو ته زیان رسېږي. خو دی باوري دی چې ۹۰ سلنه وسله وال له ټولنې سره یو ځای کېدای شي.
خو طالب وسله وال خنجر بیا په دې تړاو چې له والي سره لیدو کتو یې پر فکر او نظر کې بدلون راوستی که نه، محتاط ښکاري.
دی حکومتي کسان او د هغوی پلویان په (خپلو مسلمانو وروڼو) او (مرتدو) سره ویشي - چې ګواکې دین یې پرې ایښی دی. په پای کې له والي سره د لیدنې په تړاو د نوموړي له نظره یو ډول جوړ جاړی معلومېږي:
'موږ له دې خوښ نه یو چې امریکایان مو له خپلو مسلمانو وروڼو سره جګړې ته اړباسي، خو دا چې حکومت د امریکا د ګوډاګیانو دی، موږ اړ یو جګړه ورسره وکړو. '

د هغه اوربند له پای ته رسېدو څو ساعته وروسته د ننګرهار په ګډون په ټول هېواد کې جګړه پیل شوه. دې سره د طالبانو یو شمېر مشران له دې کبله سخت غوسه او حیران وو، چې څنګه یې ځینې سرتېري پر ځمکه د وسلې ښوولو ته لیوال دي.
خنجر مني چې د جګړې پای غواړي:
'که څه هم له جګړې ستړی یم، خو دا چې پکې یم، پرېښودلای یې نه شم... دا مې مسوولیت دی. تر هغه وخته به له کفارو او مرتدانو سره جګړه کوم چې ژوندی یم. '
که څه هم افغانستان کې جګړه روانه ده، خو هغه لنډ اوربند د ښاغلي حیات په څېر ډېر افغانانو سره دا هیله را ژوندۍ کړه چې یو وخت د سولې هوکړې ته رسېدل ممکن دي:
'موږ (دیوه بل) له بښنې او سولې پرته بله لار نه لرو. موږ یو متل لرو چې وايي، وینه په وینه نه وینځل کېږي. '









