کورنیو چار وزارت: کابل کې د طالبانو برید پای ته ورسېد

د عکس سرچینه، MOI
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحمي وايي، هغه پنځه تنه بریدګر چې د پلازمېنې کابل په زړه شپاړسمه ناحیه محمود خان پله سیمه کې تر موټربم چاودنې وروسته یوې ودانې ته ننوتلي وو ټول وژل شوي او اوس چاڼیز عملیات روان دي.
ښاغلي رحیمي پر ټویټر لیکلي، نن ګهیځ لس کمې نهه بجې د شپاړسمې حوزې اړوند ګلبهار ټاور ته څېرمه لومړی یو موټربم وچوول شو او وروسته بریدګر یوې ودانۍ ته ننوتل.
په عین حال کې د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په نننۍ چاودنه او برید کې ۳ تنه وژل شوي او د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۱۶ کسان ټپيان شوي دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلې چې په نننۍ چاودنه کې د یوه ښوونځي ۵۰ تنه زده کوونکي ټپیان شوي خو روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی.
د پوهنې وزارت وايي په برید کې په سیمه کې د پنځو ښوونځیو ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د چاودنې له ځای سره نژدي د افغانستان د فوټبال د فیدراسیون لوبغالی، د افغانستان کرېکټ بورډ او ځینې نورې دولتي ودانۍ شته.
د افغانستان د فوټبال د فیدراسیون ویاند شفیع شاداب وايي په چاودنه کې د دوی همکاران او لوبغاړي هم سرسري ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د د فوتسال د فیدراسیون مامورین او لوبغاړي هم سرسري ټپیان شوي وو چې درملنه یې وشوه. ښاغلي شاداب پر خواله رسنیو د فوټبال فیدراسیون د چارسمبالي یوسف کارګر تصویر خپور کړی چې په کې ښکاري چې ټپی دی.

د عکس سرچینه، شفیع شاداب
طالبانو مسؤولیت منلی
د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو منلی. د دغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، په کابل کې یې د موټربم او ډله ییز برید هدف د دفاع وزارت د لوجستیک او انجینرینګ (تدارکاتو) برخې وې.
د طالبانو اعلامیه کې راغلي چې برید کې "د دفاع وزارت لسګونه افسران او عسکر " وژل شوي دي. طالبان وایي چې د برید هدف ملکیان نه وو او نه هم کوم ملکي کس وژل شوی دی.
عیني شاهدان وايي، تر چاودنې وروسته په سیمه کې ډزې هم اورېدل کېدې. پر خواله رسنیو خپاره شوي انځورونه ښيي چې چاودنه زوروره وه.
د چاودنې ځای ته څېرمه د شمشاد خصوصي تلوېزیون دفتر هم دی، چې ددغه تلوېزیون په وینا، د دوی دفتر یې هم زیانمن او ځینې همکاران یې ټپیان شوي دي.
د چاودنې ځای ته نژدې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې بورډ، د فوټبال فدراسیون سټوډیم او ځینې نورې دولتي ودانۍ دي.

د عکس سرچینه، EPA
قطر کې د سولې خبرو سره هم مهاله بریدونه
دا برید داسې مهال شوی، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د سولې په تړاو د اووم پړاو د درېیمې ورځې خبرې هم روانې دي.
اټکل دی چې د دې پړاو پای کې پر ځینو مسلو هوکړه وشي.
په تېره مې میاشت کې هم په قطر کې د امریکایانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو پرمهال په کابل کې طالبانو د کونټر پارټ په نامه د امریکايي مؤسسې پر دفتر برید وکړ، چې لږترلږه نهه کسان یې ووژل.

د عکس سرچینه، Reuters
د تېرې جون میاشتې پر دویمه د کابل ښار میرویس میدن (کوټه سنګي) سېلو سیمه کې د ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلینو پر ګاډي چاودنه وشوه، چې لږترلږه یو کس یې وواژه او د یوه خبریال په ګډون یې لس نور کسان ټپیان کړل.
د برید مسؤولیت "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډل منلی و.
تر هغه وړاندې د تېرې مې میاشتې پر ۳۰مه، د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند قمبر څلورلاره کې ملي دفاعي پوهنتون ته د ننوتلو لومړۍ دروازه کې ځانمرګي برید شپږ کسان ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل.
برید د محصلینو د اونیزې رخصتۍ او له پوهنتون د وتلو پرمهال شوی و.










