تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د پاکستان هوايي حريم تړل کېدو افغانستان ۱۵ميلیون ډالره تاواني کړی'
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د پاکستان د هوايي حريم له تړل کېدو راهيسې افغانستان ته تر پنځلس ميليون ډالرو ډېر تاوان اوښتی.
د دې ادارې په خبره، مخکې به هره ورځ د افغانستان له فضا د ورځې له درو تر پنځو سوو الوتکې تېرېدې چې له کبله يې یو ځانګړی فيس د افغانستان حکومت لاس ته ورته خو اوس ان د میاشتې ایله درې سوه تېرې شي.
مسوولان وايي، د پاکستان د هوايي حريم د تړل کېدو مسالې تر ټولو ډېر د کابل- ډيلي مسیر ځپلی. هند ته د درملنې، سوداګرۍ، چکر یا د زدکړو لپاره تلوونکي کسان ګيله من دي چې هم د الوتکو د ټکټونو بيه لوړه ده او هم د ایرن فضايي حريم له لارې هند ته سفر د پاکستان هغه پرتله څو برابره اوږد دی.
ذاکرالله ذکي له خوسته کابل ته په ویزې پسې راغلی. د ده غوندې ګڼ کسان نږدې هره ورځ د شهير په نوم هغه ګرځندوی شرکت ته د ویزې غوښتنلیکونه سپاري چې له هند سفارت سره په همغږۍ افغانانو ته د هند ویزه برابروي.
ښاغلی ذکي- چې ډيلي ته د خپلوانو لیدلو ته روان دی- د ټکټونو د بيې لوړوالي او د لارې اوږده مزل ته اندېښمن دی.
"د هندوستان او پاکستان تر منځ کشاله روانه ده، مشکلات يې روان دي خو د دې ښکار غریبان او افغانان وروڼه ګرځېدلي. لاره يې اوږده کړې ده. باید د بې وزله خلکو وضعیت ته په کتو دا لاره خلاصه شي. بله دا چې افغانستان له پاکستان سره ګاونډي هېواد دی نو دوی باید دا ګاونډيتوب وپالي."
د شهیر شرکت چارواکي وايي، روزګار يې تر پخوا پيکه دی. دوی ته په ویزه پسې د ورتلوونکو کسانو شمېر نږدې نيمايي کم شوی.
د دغه شرکت مسوول مدیر مهدي وايي، مخکې يې د ورځې زرو کسانو ته د ویزې د ورکړې خدمتونه وړاندې کول خو اوس ایله درې یا درې نیم سوه کسان ورشي.
"د ویزه غوښتوونکو شمېر په موسم پورې هم تړلی. هند ته اووړي کې کم خو ژمي کې ډېر خلک ځي. موږ مخکې هره ورځ زر مراجعین لرل، ناروغان، سوداګر، زدکړیالان او په چکر تلوونکي ټول پکې وو. خو اوس چې لار اوږده، د پاکستان مسیر تړل شوی او هند کې موسم هم ګرم دی د ورځې له درو تر څلورو سوو ویزه غوښتوونکي راځي."
نږدې پنځه میاشتې مخکې چې د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ پېدا شو، اسلام اباد خپل هوايي حريم د بهرنیو الوتنو پر وړاندې وتاړه.
دې مسالې تر بل هر هغه د کابل- ډيلي مسیر ډېر ځپلی او د افغانانو ژوند يې اغېزمن کړی. لا هم وضعیت هماغسې پاتې دی او هند ته په درملنه پسې تلوونکي ناروغان لاچاره دي، چې ویې زغمي.
له کابله د ډيلي په لور تلونکو هندي الوتکو لکه ايراينډيا او سپایس جېټ د هند او پاکستان تر منځ په تېره فبرورۍ میاشت کې د تاوتريخوالي له پېدا کېدو سره سم خپلې الوتنې وځنډولې.
سپایس جېټ مخکې د کابل - ډيلي تر منځ هره ورځ يوه الوتنه درلوده، اوس يې په کابل کې مشر فرزاد رستمي وايي، د ایران او د هند د بحر له هوايي لارې مزل اوږد او لګښتي دی او واره نه ورته کوي.
"د پاکستان د هوايي حريم له تړل کېدو وروسته موږ مجبور شوو چې د سپایس جېټ الوتنې وځنډوو، ځکه چې د کابل-ډيلي اوسنی ټاکل شوې بدیله لاره هم ډېره زیاته اوږده ده او هم اقتصادي نه ده. نو دا دی له څو میاشتو راهیسې موږ پروازونه ځنډولي."
د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت د ملکي هوايي چلند ادارې د مالوماتو له مخې، اوس مهال د کابل - ډيلي تر منځ یوازې اریانا او کام ایر هوايي شرکتونه الوتنې کوي.
د مساپرو تر کمېدو هاخوا د پاکستان فضايي حريم تړل کېدو د افغانستان له فضايي حريمه د تېرېدوونکو الوتکو شمېر هم خورا راټيټ کړی. د ملکي هوايي چلند مشر محمد قاسم وفايي زاده وايي، دې کار افغانستان مېليونونه ډالره تاواني کړی.
"مخکې هره ورځ له درې تر پنځه سوه الوتکې د افغانستان له فضا تېرېدې او هر پرواز چې زموږ له فضا تېرېږي، افغانستان ته اوه سوه ډالره فيس ورکوي. خو له هغه وروسته چې پاکستان خپله فضا د ټولو عبوري الوتنو پر مخ وتړله، اوس د میاشتې درې سوه عبوري پروازونه زموږ له فضا تېرېږي. نو که حساب وکړو موږ ته تر اوسه تر پنځلس میلیون ډالرو ډېر تاوان رارسېدلای دی."
افغان حکومت ته دا مساله دومره حیاتي ده چې روانه میاشت ولسمشر غني په سعودي کې د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې له پاکستاني لومړي وزیر سره پرې غږېدلی.
خو د پاکستان حکومت لا زرغون څراغ نه دی ښودلی.