تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هرات ولایتي شورا غړو تر منځ فزیکي شخړه
- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, بي بي سي
د هرات د ولایتی شورا د مشر او یوه غړي ترمنځ د لفظی شخړې او د دوی د ساتونکو له خوا په شویو ډزو کی لږ تر لږه څلور تنه ټپیان شوي دي.
یوې باوري سرچینې بي بي سي ته وویل، د هرات ولایتي شورا مشر کامران علیزي او د شورا یوه غړی غلام حبیب هاشمی تر منځ د ولایتي شورا په دفتر کې لومړی لفظي شخړه وشوه او بیا یې ساتونکو ډزې وکړې.
رسمي سرچینو د شخړې د انګیزې او د چا ټپي کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د هرات د والی له دفتره په یوه خپره شوې پاڼه کې ویل شوي، د پېښې څېړنې لپاره یو ګډ پلاوی ګومارل شوی دی.
خبر پاڼه کې ویل شوي، هر څوک چې پېښه کې ګرم وپېژندل شي، قانوني چلند به ورسره کېږي. چارواکي وايي، ځانګړو ځواکونو د ولایتي شورا دروازه تړلې ده، نامسووله وسله وال او د ولایتي شورا د غړو ساتونکي یې له سیمې ایستلي دي.
د هرات ولایتي شورا یوه غړي هم بي بي سي ته وویل، د ولایتي شورا دوه غړي په فزیکي نښته او د یوه بل پر مخ د چایو پیالو ګوزار کولو له کبله برسېرن ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي پېښه کې دوه ساتونکي د ډزو له کبله ټپیان شوي دي. د هرات ولایتي شورا مشر او نورو غړو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.