تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هرات پخوانی والي په زندان محکوم شو
د هرات پخوانی والي او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی مشر احمد یوسف نورستانی د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې د څارنوالۍ له خوا په ۱۳ میاشتې زندان محکوم او د یو میلیون افغانیو جریمه ورته وټاکل شوه.
محکمه ادعا کوي چې ښاغلي نورستاني په ۲۰۰۹ مېلادي کال کې د هرات د ولایت پر مهال یو میلیون افغانۍ د "ملي بس تصدۍ" له خزانې اخیستي او بېرته یې نه وې ستنې کړي.
ښاغلي نورستاني په محکمه کې حضور نه درلود او دغه حکم د هغه په غیاب کې صادر شو. د محکمې قاضي وویل تورن کولی شي د بیا کتنې غوښتنه ورکړي.
د ښاغلي نورستاني وکیل د هغه په دفاع کې وویل د هغه موکل یادې پیسې هغو سوداګرو ته ورکړي وې چې د ولایت مقام یې پورړی و.
هغه ادعا وکړه، کله چې سید حسین انوري د هرات والي و، د دغو پیسو په ارزښت یې له ځايي دوکاندارانو جنسونه اخستي ول او کله چې ښاغلی نورستاني د هرات والي وټاکل شو، دوکاندارانو د خپلو پیسو غوښتنه وکړه او لاریونونه یې په لار واچول.
د وکیل په وینا، ښاغلي نورستاني یو میلیون افغانۍ پور ورکوونکو ته ورکړې.
نورستانی، خبر جوړوونکې څېره
ښاغلي نورستاني په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان د ټاکنو د کمیسیون مشرتوب لا پر غاړه درلود چې د ولسمشرۍ مخکینۍ ټاکنې یې هم پلي کړې. هغه په دغه وخت کې د ټاکنیزو جنجالونو له امله، د افغانستان په یوې خبر جوړونکې څېرې بدل شو.
د هغه تر مشرتابه لاندې د ټاکنو لانجه د ملي یووالي د حکومت په جوړېدو سره پای ته ورسېده. په هغه وخت کې ښاغلي نورستاني باندې د اداري فساد او ناوړه مدیریت تورونه ولګېدل.
کله چې په ۱۳۹۵ کال کې تمه کېده ښاغلی نورستانی په اسپانیه کې د افغانستان سفیر په توګه وټاکل شي، خبر یې له نیوکو سره مل و او ارګ له خپلې پرېکړې ډډه وکړه.
په دې برخه کې د ښاغلي نورستاني د ګومارنې پر وړاندې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د ښاغلي عبدالله عبدالله پلویانو مخالفت کړی وو. ښاغلي عبدالله ښاغلی نورستانی د ۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې د پراخو او تنظیم شویو ټګیو مسول وباله.
ښاغلی نورستانی هغه وخت د ټاکنو په بهیر کې د ستونزو له کبله محاکمه نشو، او د ۱۳۹۷ کال په مني کې افغان ولسمشر ښاغلی نورستانی د مشرانو جرګې د غړي په توګه وټاکه.