طالبان: اختر کې مو پر افغان ځواکونو هېڅ برید نه دی کړی

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاند بي بي سي ته ویلي، د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د دوی وسله والو په ټول افغانستان کې په دفاعي حالت کې وو. که څه هم طالبانو د کوم اوربند اعلان نه و کړی، خو دا ډله وایي د اختر ورځو کې یې پر افغان ځواکونو هېڅ برید نه دی کړی.

د روژې په وروستیو شپو ورځو کې کابل او یو شمېر ولایتونه د ناامنیو، چاودنو او جګړو شاهدان وو، خو د اختر درې ورځې بیا یو څه ارامې وې.

د جګړې ښکیلو غاړو که څه هم د تېر کوچني اختر په څېر اوربند و نه مانه، خو طالبان ادعا کوي چې د اختر دریو ورځو کې دوی پر افغان ځواکونو یو برید هم نه دی کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، په ټولو ولایتونو کې د دوی ملګري په دفاعي حالت کې وو.

د مجاهد پر ټویټر پاڼه په تېرو دریو ورځو کې یوازې په بګرام هوایي اډې د برید خبر خپور شوی دی، خو نور ټول خبرونه پر طالبانو د افغان او بهرنیو ځواکونو د بریدونو په تړاو دي.

که څه هم د طالبانو له خوا د بریدونو رپوټونه په اختر کې نه دي ترلاسه شوي، خو افغان او بهرنیو ځواکونو بیا پر دغې ډلې څو ځایه عملیات کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوی او بهرنیو ځواکونو په بغلان، زابل، بادغیس، هلمند، غور، کندهار، میدان وردک، غزنی، کاپیسا، هرات او نیمروز ولایتونو کې ۳۱ وسله وال مخالفین وژلي او ۱۷ یې ټپیان کړي دي.

دوی وایي، دغو عملیاتو کې ۲۲ هوایي بریدونه هم شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند محمد زبیر عارف وایي، د اختر په ورځو کې دوی په لومړۍ درجه احضاراتو کې وو او طالبانو ته یې د بریدونو فرصت ور نه کړ.

''په ټولو ولایتونو کې امنیتي ځواکونه د تیارسۍ په حال کې وو، زه تاسو ته وایم چې که وسله وال مخالفان د بریدونو وس ولري، نو هیڅکله ترې نه لاس په سر کېږي، هغوی کمزوري شوي او افغان امنیتي ځواکونه یرغلیز حالت کې وو، مونږ ټولو ښارونو او لویو لارو کې فوق العاده امنیتي تدابیر نیولي وو ".

له اختره وړاندې طالب مرکچیان په مسکو کې له یوشمیر افغان سیاستوالو سره د دویم ځل لپاره کېناستل.

د دوی د بحث یوه موضوع اوربند وه، هغه څه چې طالبانو و نه مانه. د اختر په اړه د طالبانو د مشر په پيغام کې هم راغلي وو چې موخې ته له رسېدو مخکې باید له دوی د جګړې د کرارولو تمه و نه شي.

ټاکل شوې ده چې طالبان به له افغان سیاست والو او په ورته وخت کې له امریکایي پلاوي سره د افغان سولې په اړه بیا هم ناستې کوي، خو تر دې دمه یادې ډلې د اوربند په اړه د مقابل لوري غوښتنه نه ده منلې.