تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سمنګان کې پر قابلې ډله ییز جنسي تېريګر نیول شوي
دغه پېښه شاوخوا درې ورځې وړاندې شوې وه، خو پرون رسنیزه شوه. د سمنګان د روی دوب ولسوال د دغې پېښې په تاییدولو سره بي بي سي ته ویلي، یو شمېر نامسؤولو وسلوالو کسانو پر یوه کلینیک تر برید وروسته، پر یوې قابلې ډله ییز جنسي تېری کړی وو.
د روی دو اب ولسوال خال محمد خازي وایي، د پېښې په تړاو نیول شوي تورن کسان د قابلې لخوا پېژندل شوي چې د روی دوی اب اوسېدونکي دي:
"یو شمېر نامسؤولو وسلوالو کسانو درې ورځې وړاندې د شپې لخوا پر یوه کلینک برید کړی و. بریدګرو په کلینیک کې د حاضرو دوو قابلو چې یوه یې مینداوره هم وه، تر وهلو وروسته، پر یوې قابلې ډله ییز جنسي تېری کړی دی. د پېښې په تړاو ۹ کسان نیول شوي چې ۶ یې د جرم اصلي عاملین او پاتې درې هغه یې د جرم شریکان دي".
د سمنګان د پولیسو ویاند هاشم بیان وایي، د دغې پیښې په تړاو ۹ تورن کسان نیول شوي او دوسیه یې د ولایت څارنوالۍ ته لېږدول شوې ده:
"یو شمېر کوڅه ډبو کسانو پر یوه کلینیک برید کړی و. د کلینیک یوې قابلې ادعا کړې چې برید ګرو له وهلو وروسته پرې ډله ییز برید کړی دی. د پېښې په تړاو ۹ کسان نیول شوي او د ولایت څارنوالۍ ته معرفي شوي دي".
د افغانستان د لویې څارنوالۍ په خبره څلور تنه نیول شوي تورن کسان ماشومان دي چې دارالتأدیب ته معرفي شوي او پاتې ۵ تنه نور چې بالغ دي په بندخونه کې ساتل کېږي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي، نیول شویو کسانو تر اوسه اعتراف نه دی، خو د پېښې په اړه لا هم پلټنې روانې دي.