تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لس کلنه ماشومه اسلام اباد کې له جنسي تېري وروسته وژل شوې
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د فرشتې په نامه د یوې لس کلنې ماشومې خراب شوی مړی موندل شوی، چې د کورنۍ په خبره يې شپږ ورځې وړاندې تښتوول شوې وه.
د فرشتې کورنۍ چې اصلاً د خیبرپښتونخوا ایالت د مومندو سیمې ده، لس کاله وړاندې له زرګونو نورو پښتنو کورنیو سره هلته د ناامنۍ له امله اسلام اباد ته راکوچېدلې.
نن 'سه شنبه مې ۲۱ ' کرۍ ورځ د دغې ماشومې د کورنۍ له غړیو سره ګڼو مظاهره چیانو په ترامړي څلورلاره کې د فرشتې له مړي سره احتجاج کاوه. د اسلام اباد پولیس وايي، درې تنه يې نیولی او پوښتنې ګروېږنې يې ورڅخه پېل کړې دي.
احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې ددې تښتوونکي او وژونکي دي ونیول شي. پولیس وايي، د عدلي طبي رپوټ ښيي چې پر ماشومې جنسي تېری شوی او وروسته وژل شوې ده.
د فرشتې کورنۍ د پاکستان پر پولیسو تور پورې کوي، چې د هغې د تښتوونې د پولیسو رپوټ يې نه لیکه او ناغېړي يې کوله. د وژل شوې ماشومې پلار ګل نبي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، بیا بیا د پولیسو تاڼې ته ورغلی خو هغوی يې هیڅ خبره نه اورېده.
ځايي پولیس وايي، وروسته د اسلام اباد سترې محکمې کارکوونکي په سیمه کې له ګڼو ونو تېرېدل چې د دغې ماشومې مړی یې وموند او دوی ته یې معلومات ورکړل.
د وژل شوې ماشومې د کورنۍ په خبره دا شپږ ورځې وړاندې د روژه ماتي لپاره د شیانو اخیستلو ته له کوره ووته، چې بیا يې هیڅ درک ونه لګېد.
د پاکستان پولیسو ځينې سرچینې وايي پر دې ماشومې جنسي تېری شوی او وروسته وژل شوې او مړی يې په بیابان غورځول شوی وو.
د دغې پېښې خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن دوړ په ګډون اسلام اباد او پېښور کې مظاهرې شوې دې. د بي بي سي خبریال وايي، اسلام اباد پولیس مشر دغه قضیه کې د غفلت او بې پروايي له کبله د پېښې سیمې شهزاد ټاون پولیسو مرکز مشر غلام عباس دنده ځنډولې ده.
له بېګا شپې راهیسې د هغې کورنۍ او ګڼو مظاهره چیانو د هغې د تښتوونې او وژنې پر ضد احتجاج کړی، چې تر سهار وروسته يې د اسلام اباد په ترامړي څلورلاره کې له مړي سره احتجاج پېل کړ.
علي وزیر چې له وزیرستان څخه د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړی دی، په همدې احتجاج کې شریک وو.
د پېښې څېړنې لپاره دوه پلاوي هم ټاکل شوي دي. د بي بي سي خبریال وايي، مظاهره کوونکو د شنبې تر ماښام روژه ماتې پورې مړی پر سړک ایښی او احتجاج یې کاوه.