د بغلان برید پای ته رسېدلی؛ لږترلږه ۱۳مړه او ۵۵ کسان ژوبل شوي

افغان امنیتي سرچینې وايي چې د بغلان ولایت مرکز پلخمري کې د امنیې پر قومندانۍ برید د بریدګرو په وژل کېدو پای رسېدلی دی. برید د امنیې قومندانۍ ته څېرمه پیل شو او کرۍ ورځ یې دوام وکړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د امنیتي ځواکونو ۱۳ غړي وژل شوي او ۳۵ ټپیان دي. همدارنکه ۲۰ ولسي وګړي ټپیان شوي چې ښځې او د ښوونځي ماشومان هم پکې شامل دي.

طالبانو د برید مسؤلیت منلی او د لسګونو امنیتي ځواکونو د وژلو ادعا کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي ول چې د بغلان پر امنیه قومندانۍ دوه بریدګر وژل شوي او پاتې نور یې د افغان ځواکونو په محاصره کې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي ول امنیه قومندانۍ ته څېرمه تر چاودنې وروسته یو بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو په ډزو وویشتل شو.

کله چې برید لا روان و په بغلان کې د یوه خصوصي روغتون مشر فواد احمدي وویل چې د پیښې له ځایه د دوي روغتون ته ۸ د پولیس ټپیان ور وړل شوي چې له ډلې یې د دوو روغتیایي وضعیت نازکه دی.

په سیمه کې یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل لومړی د دې ولایت په امنیه قومندانۍ یوه درنه چاودنه وشوه او اوس هم د خال خال ډزو غږونه اورېدل کېږي.

دغه عیني شاهد وايي د امنیتي ځواکونو یو ټانک یې ولید چې اور یې اخیستی و او د ده په وینا امنيې قومندانۍ ته نژدې ټولې لارې تړل شوي او چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

وسله والو طالبانو د پېښې مسؤلیت منلی او ادعا یې کړی چې د دوی کسانو لومړی چاودنه کړې او بیا یې نور کسان قومندانۍ ته ننوتي دي.

طالبانو ویلي، لومړی یې له چاودېدونکو توکو یو ډک هاموې موټر چوولی دی.

بغلان یو له ناآرامه ولایتونو بلل کېږي چې د برېښنا د پایو په ګډون پر دولتي او عامه تاسیساتو وخت ناوخته بریدونه ترسره کېږي.

د کابل مزارشریف لویه لار هم له بغلان ولایته تېرېږي چې په ناکرارېدو یې مساپر له کړاو او ستونزو سره مخ کېږي.