خوست؛ ډیورنډ کرښې ته څېرمه بریدونو مرګ ژوبله اړولې

د خوست ځایي چارواکي وایي، د سپيرې ولسوالۍ په دریو کلیو چي له وزیرستان سره ګډه پوله لري، پرون چارشنبه د پاکستان له خوا ور ویشتل شویو توغندیو پنځه ملکیان وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.

تېره ورځ د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې د ۶۰ او ۷۰ ترمنځ وسلوالو د شمالي وزیرستان په لواړه کې پر ازغن تار تېروونکو پوځیانو د لاسي بم برید وکړ چې له امله یې درې پوځیان ووژل او اوه ټپیان شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون یوه اعلامیه کې ویلي، پر دې برید د احتجاج لپاره یې پرون په اسلام اباد کې د افغانستان چارسمبالی سفیر هم د بهرنیو چارو وزارت ته ور غوښتی و.

په اعلامیه کې راغلي چې دا وسله وال له پکتیکا ولایته وزیرستان ته ور اوښتي وو او هلته یې پر پاکستاني پوځیانو برید کړی.

خو نن پنجشنبه د خوست چارواکو بي بي سي ته وویل، هیڅ داسې شواهد نشته چې وښيي له افغان خاورې دې پر پاکستاني پوځیانو برید شوی وي.

د دې ولایت مرستیال والي عبدالواحد پټان بي بي سي ته وویل، د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته نه ده شوې، خو له پورې غاړې نه د توپچۍ مرمۍ ورغلې دي او پر درېیو کلیو لګېدلي.

د نوموړي په وینا، په وژل شویو کسانو کې یو ماشوم هم دی چې نن پنجشنبه یې ساه ورکړه. ښاغلی پټان وایي، وروسته له هغه چې افغان چارواکو پاکستاني پوځیانو ته اخطار ورکړ، له پورې غاړې د توغندیو ویشتل ودرېدل.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ پرون په اعلامیه کې ویلي وو، له افغان لوري ګڼ شمېر اورپکو پر هغو پاکستانیو پوځیانو برید وکړ چې پر ډیورڼد کرښه یې د ازغن تار غځولو چاره پر مخ بېوله.

د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې زیاته شوې وه چې دوی هم د برید ځواب ورکړ او ګڼ شمېر اورپکي یې ووژل، خو افغان لوری ټینګار کوي چې وژل شوي کسان ملکيان دي او د پاکستان د توغندیو برید کې وژل شوي.

دا لومړی ځل نه دی چې خوست کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه دواړه خواوې په خپلو کې سره نښلي. په تېر ۲۰۱۸ کال کې هم شاوخوا همدې شپو ورځو کې افغان او پاکستاني ځواکونو د څو ورځو لپاره د خوست په میدان ځاځیو ولسوالۍ کې کرښې ته نژدې نښته وکړه.

ځینې وخت له سیمې نه داسې رپوټونه هم راځي چې ځایي خلک هلته پر کرښه د ازغن تار د غځولو مخنیوی کوي او له همدې کبله له پاکستاني ځواکونو سره نښته رامنځته کېږي، خو په ازاده توګه د دې رپوټونو تائیدول ګران وي.

د وروستۍ نښتې په اړه د خوست د والي مرستیال وایي، د دواړو خواوو ترمنځ خبرې روانې دي او یوې پایلې ته به سره ورسېږي.