تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خوست: د افغان پوځ جمعې لمانځه کې چاودنې ۱۲ کسان وژلي
د خوست ولایت اسماعیل خېل- مندوزی ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو د لېوا جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده.
د خوست والي حکم خان حبیبي وايي، دې پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۳ ټپیان دي.
نوموړي د پېښې له ځایه د ستنېدو پر مهال وویل، دا یو ځانمرګي برید دی. د خوست والي ویاند طالب منګل وايي، دغه پېښه له ځايي وخت سره سم ماسپښین نژدې یوه نیمه بجه وشوه.
د افغان پوځ یو ویاند وايي، پېښه کې وژل شوي ټول کسان د ملي پوځ اړوند دي.
دغه برید کابل کې د دیني عالمانو پر یوه غونډه له هغه ځانمرګي برید درې ورځې وروسته وشو، چې ۵۰ کسان پکې وژل شوي وو.
تر اوسه هېڅ یوې ډلې نه دي ویلي، چې برید دوی کړی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد وايي، د پېښې په هکله پلټنې کوي. نوموړي بي بي سي ته وویل، د ځینې ټپیانو د درملنې لپاره یې چورلکې لېږلې دي.
د خوست والي هم وايي، چې ځینې ټپیان یې د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول. دا په وروستیو څو میاشتو کې خوست کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده چې افغان پوځ ته پېښېږي.
کابل کې د بي بي سي خبریال غزانور وايي، پېښه د ۲۰۳ قول اردو لومړۍ لوا د مرکز په جومات کې شوې، چې له خوست ښاره نژدې ۱۵ کیلومتره لرې کابل ته د غځېدلي سړک غاړې ته موقعیت لري.
دغه پوځي مرکز ته نژدې کورونه نه شته او د تګ راتګ لپاره یې کلک امنیتي تدبیرونه شوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پېښې جدي څېړنې امر کړی دی.