تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پخلاینې د مشرۍ شورا د دوحې کنفرانس لپاره پلاوی وټاکه
د افغانستان یوې حکومتي سرچینې بي بي سي ته منلې ده چې د 'پخلاینې مشرتابه شورا' سره له څو ورځنیو چانو وهلو وروسته یې د قطر ناستې ته شاوخوا ۱۵۰ کسیزه نوملړ چمتو کړی دی.
سرچینه وايي، په دې نوملړ کې شاوخوا ۴۰ ښځې، ځینې وزیران، والیان او د سیاسي ګوندونو مشران شامل دي.
په پام کې ده چې د قطر ناسته د روانې اپرېل ماشتې پر ۱۹مه تر ۲۱مې پورې د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.
د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، یادې ناستې ته د دوی له خوا هم چمتووالی روان دی چې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړو او په قطر کې د دغه دفتر د غړو په ګډون به شاوخوا ۲۵ کسان برخه واخلي.
طالبانو وړاندې ویلي وو، قطر کې به د "بین الافغاني" خبرو لپاره هېڅ کس د حکومت استازیتوب نه کوي او که د حکومت اړوند کسان پکې ګډون کوي، نو هلته به مطرح کېدونکي نظرونه شخصي بڼه ولري نه د حکومت رسمي دریځ.
دوې ورځې وړاندې، د دوحې غونډې د ګډونوالو په اړه د پخلاینې د مشرتابه نوې جوړې شوې شورا ویاند عمر داودزي ویلي وو، کاري کمېټې تر یوه چتر لاندې اوس په دې کار کوي چې د قطر غونډې ته څوک او څومره شمېر کسان لاړ او کومې مسئلې مطرح کړي، خو مني چې نانندرۍ لا هم شته.
سرې کرښې
د تېرې چهارشنبې پر ورځ د دغې شورا له لومړۍ غونډې وروسته باوري سرچینو بي بي سي ته وویل چې له طالبانو سره خبرو کې د افغان حکومت سرې کرښې په ګوته شوې دي.
د دوی په خبره دا سرې کرښې د افغانستان د اسلامي جمهوریت عبارت، په ټوله کې د اساسي قانون ساتل، ټاکنې او د ښځو حقونه دي.
همدې سرچینو بي بي سي ته ویلي، بل بحث به چې د قطر غونډه کې مطرح کېږي داوي چې، احتمالي اوربند باید د ټول هېواد په کچه وي او په ځانګړو سیمو پورې محدود نه وي.