قریشي: د سولې لپاره د افغانانو خپلمنځي خبرې مهمې دي

خلیلزاد

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدنه کې د افغانانو ترمنځ خبرې مهمې بللې دي.

زلمی خلیلزاد چې دا مهال بیا د سیمې سفر لري، له افغانستان وروسته د جمعې په ورځ(د اپرېل پنځمه) پاکستان ته تللی دی.

زلمي خلیلزاد په کابل او ځینې ولایتونو کې پر چارواکو سربېره له نورو مخکښو لورو او مشرانو سره هم ولیدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د یوه بیان خپرولو سره وايي، چې نوموړي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدنه کې د کابل د مهمو لیدنو او د دوحې خبرو کې له پرمختګ احوال ور کړ.

"وزیر شاه محمود قریشي د افغانو خپلمنځي خبرو په تړاو په پرمختګ خوښي وښود او د افغانانو خپلمنځي خبرې یې د سولې لپاره مهمې وبللې".

د پاکستان د حکومت اعلامیه کې د شاه محمود قریشي له خولې ویل شوي، چې افغانستان کې سوله او ټیکاو د پاکستان په ګډون د ټولې سیمې په ګټه دی.

نوموړي دا هم ویلي، چې اسلام اباد د افغان سولې لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.

د خلیلزاد لیدنې

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

تر قریشي مخکې خلیلزاد د خپل پلاوي په مشرۍ د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې تهمینه جنجوغه په مشرۍ د پاکستاني پلاوي پلاوي سره ولیدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل هم ټوېټر کې لیکي:

"تهمینه جنجوغه د افغان سولې او پخلاینې د پیاوړتیا په هڅو کې د امریکا ځانګړي استازي سره خبرې درلودې".

زلمی خلیلزاد چې پاکستان ته دوه ورځې سفر لري د دغه هېواد له نورو لوړپوړو پوځي او سیاسی مشرانو سره به هم جلال جلا وګوري.

پاکستان ته نوی خبرداری

امریکا د طالبانو د قطر دفتر سره د خبرو پیلولو کې د پاکستان رول ستايي، خو اسلام اباد ته تر تلو یوه ورځ مخکې زلمي خلیلزاد وویل، د امریکا او پاکستان اړیکي به تر هغه سم نه شي، چې د افغانستان په تړاو د اسلام اباد سیاست بدل شوی نه وي.

که څه هم طالبان له څو میاشتو راهیسې د امریکا له استازو سره ګوري، خو له افغان حکومت سره له خبرو ډډه کوي.

مګر زلمي خلیلزاد د اپرېل په دویمه بي بي سي پښتو څانګې ته وویل، تمه لري او غواړي چې د حکومت او طالبانو په ګډون ټول افغانان په دوحه کې سره کېني او د خپل هېواد د راتلونکي په اړه په ګډه یوه پرېکړه وکړي.